د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

د سره صلیب نړیواله کمېټه: افغانان له سختو کړاونو سره مخ دي


ارشیف: په کابل کې مرستو ته منتظر خلک
ارشیف: په کابل کې مرستو ته منتظر خلک

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په روان ژمي کې افغانان له سختو کړاونو سره مخ دي.

۳۲ کلن محمد حارث چې د کابل اوسېدونکی دی وايي، که څه هم اقتصادي ستونزې زیاتې دي، خو د ژمي په رارسېدو لا پسې زیاتې شوي.

دی وايي، هر سهار د کار په لټه له کوره وځي، خو ماښام ناهیلی کور ته ستنېږي.

هغه زیاتوي: "ژمی راورسېد، ستونزې له وړاندې موجودې وې، خو اوس دوه چندې شوي. له سهاره تر ماښامه د کارپه لټه ګرځو، سل یا دوه سوه افغانۍپیدا کوو، په دې پیسو به څه واخلې، د ناروغو ماشومانو لپاره دوا، لرګي، سکاره او که خوراکي مواد؟"

د دې ښار بل اوسېدونکی محمد انعام چې د کار په لټه له کوره راوتلی وایي، د ژمي راتګ سخت وارخطا کړی او حیران دی چې څه به کوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "ټول خلک بې روزګاره دي،موږ هم غواړو چې یو ښه کار ولرو، بچیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړو، موږ غواړو چې دلته امنیت وي خوشحاله ژوند ولرو."

دوی له حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې په روان ژمي کې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې بې کاري خپل اوج ته رسېدلې ده.

ارشیف: د کابل په یوه سړک د طالبانو وسله وال
ارشیف: د کابل په یوه سړک د طالبانو وسله وال

د لومړنیو خوراکي موادو بیې لوړي شوي او بې وزلي کسان يې د اخیستلو توان نه لري.

د ژمي راتګ د بې وزله افغانو کورنیو لپاره بله ستره ننګونه بلل کېږي چې ښايي له سختو کړاونو سره په کې مخ شي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، دي په روان ژمي کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره افغانان له سختو کړاونو سره مخ دي.

د سره صلیب نړیوالې کميتې په خپل یو تازه ټوېټ کې لیکلي، د افغانستان نیمايي نفوس چې د دغې کمېټې په خبره ۲۰ ملیونه خلک کېږي، د خوړو د خوندیتوب له جدي وضعیت سره مخ دي او اوس ژمی د میلیونونو کسانو ژوند نور هم ګواښي.

یادې کميتې ویلي، چې د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره نړیوال ملاتړ ته بېړنۍ اړتیا ده.

په ورته وخت کې د دغه کمېټې عملیاتي مشر مارټين شوپ چې تازه یې افغانستان ته سفر کړی په خپل ټوېټر لیکلي دي، چې په افغانستان کې د لومړنیو توکو بیې لوړې شوي او دې مسئلې د ډېرو خلکو ته ګوزاره ګرانه کړې ده.

د کابل بازار یوه څنډه
د کابل بازار یوه څنډه

که څه هم د طالبانو حکومت وړاندې تر دې دې د افغانستان بشري وضعیت تر ډېره بریده بد نه دی بللی، خو د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ د دې هېواد نږدې ۴۰ میلیونه نفوس څخه یې سم نیم د خوړو له شدید کمښت سره مخ دي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق خبرداری ورکړی و چې ۷۹ په سلو کې افغانان په راتلونکې ژمي کې د کورونو د ګرمولو لپاره سون توکي نه لري.

دغه ادارې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږي کوونکې ادارې اوچا په حواله ویلي و چې راتلونکی ژمی به ډېر سوړ وي او په داسې یو حالت کې به په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت لا پسې سخت شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG