د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

د ماشومانو د خونديتوب مؤسسه: افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر نيمايي ډېر شوی


د خوارځواکو ماشومانو د درملنې يو روغتون - ارشيف
د خوارځواکو ماشومانو د درملنې يو روغتون - ارشيف

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله موسسه وايي، په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر نږدې ۵۰ سلنه زیات شوی دی.

کابل کې اندرا ګاندي روغتون چې لسګونه ماشومان په‌کې د خوارځواکۍ له امله د ناروغۍ په بستر پراته دي.

زرغونه چې له ارزګانه تر کابله د خپل بچي د درملنې لپاره راغلې وايي، ډاکټرانو ورته ویلي چې زوی یې په خوارځواکۍ اخته دی.

"د اوزې شېدې مې ورکولې. بیا چې پرې د اوزې شېدې بندې شوې، ګېډه یې داسې وپړسېده."

نوموړې وايي: "ماشوم مې سوءتغذي دی. د اوزې شېدې مې ورکولې. بیا چې پرې د اوزې شېدې بندې شوې، ګېډه یې داسې وپړسېده. خپلې شېدې مې نه‌دي ورکړي، ځکه نه وې. خپلې څاڅکی شېدې مې هم نه‌دي ورکړي."

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې، چې نن د دوشنبې په ورځ یې خپور کړی ویلي، په افغانستان لوږه په بې‌سارې ډول تر د رېکارډ تر کچې پورته شوې او څنګ یې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر چې د دوی ګرځنده روغتیايي مرکزونو کې بستر شوي، ۴۷ سلنه زیات شوی دی.

سیف د چلډرن زیاتوي، وضعیت تر دې کچې دی چې ځینې ماشومان ان له درملنې مخکې مړه کېږي.
سیف د چلډرن زیاتوي، وضعیت تر دې کچې دی چې ځینې ماشومان ان له درملنې مخکې مړه کېږي.

په راپور کې راغلي په جنوري میاشت کې، چې په خوارځواکۍ اخته کوم ماشومان یوازې د دوی په روغتیايي مرکزونو کې بستر شوي شمېر یې ۲۵۰۰ تنه و خو په سپتمبر میاشت کې دا شمېر ۴۲۷۰ ماشونانو ته ورسېد.

سیف د چلډرن زیاتوي، وضعیت تر دې کچې دی چې ځینې ماشومان ان له درملنې مخکې مړه کېږي.

"اوس د دې وخت دی چې نړۍ له دې ناورین سترګې پټې نه‌کړي او مخکې له دې چې نور ماشومان مړه شي، ګام پورته کړي."

د ماشومانو د خوندیتوب دا نړیواله موسسه وايي، که څه هم بشردوستانه سازمانونه په پراخه کچه فقر ځپلو ته د مرستو په رسولو بوخت دي، خو د دوی په خبره اړتیاوې دومره لوړې دي چې د افغانستان پنځوس سلنه نفوس لا هم له خورا سختې لوږې سره مخ دي.

د دې بنسټ په خبره، شپږ میلیونه ماشومان او لویان چې د دې هېواد د نفوس اتمه برخه ده، له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

په دې راپور کې د افغانستان لپاره د Save the Children ادارې د مشر کریس نیامندي له قوله لیکل شوي، دوی هڅه کوي چې د لوږي له امله د ماشومانو د مړینې مخه ونیسي، خو د ده په خبره، ډېری ماشومان د لوږې له امله له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او دوی یې د ژغورنې لپاره پراخې سرچینې نه‌لري.

نیامندي زیاتوي: "اوس د دې وخت دی چې نړۍ له دې ناورین سترګې پټې نه‌کړي او مخکې له دې چې نور ماشومان مړه شي، ګام پورته کړي."

افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې يو روغتون - ارشيف
افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې يو روغتون - ارشيف

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال ادراه وايي، که څه هیله وه چې د اوړي په وروستیو کې به په افغانستان کې د لوږې کچه راټیټه شي، خو د دې ادارې په خبره روانه وچکالي، د افغانستان اقتصادي سقوط، بې‌روزګاري او د خوراکي توکو لوړې بیې، د دې لامل شوې چې ډېرې کورنۍ په اوونیو اوونیو یوازې په وچه ډوډۍ او اوبو سره خپلې شپې ورځې تېرې کړي.

دا اداره وايي، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، دوی ۳،۳ میلیونه افغانانو ته د روغتیا، خوارځواکۍ، ښوونې او روزنې، سرپناه او نورو په برخو کې خدمتونه وړاندې کړي چې له دې شمېر یې ۱،۸ میلیونه یوازې ماشومان دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان بیا ازادي راډیو ته وویل، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی نه‌دی، بلکې د درملنې لپاره یې نږدې ۸۰۰ مرکزونه جوړ شوي دي.

وړاندې د دې وزارت چارواکو ویلي و، په افغانستان کې نږدې ۵ میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي چې له دوی نږدې ۳ میلیونه یې خورا بد وضعیت کې دی او که یې غم و نه خوړل شي، ممکن مړه شي.

XS
SM
MD
LG