د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

بیزنیس اینسایډر: په اوس وخت کې د افغانانو هېرول مناسب کار نه دی


ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظر مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظر مېرمنې او ماشومان

بیزنیس اینسایډر:

د بیزنیس اینسایډر خپرونه په خپلې وروستۍ ګڼه کې په یو مطلب کې لیکي، په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شتون، خوارځواکي او په زده کړو بندیز هغه څه دی چې د دې هېواد د ځوانانو راتلونکی يې له خطر سره مخ کړی دی.

خپرونه لیکي، په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان خلک هېرول مناسب کار نه دی.

مطلب کې وړاندې راځي چې تېر یو کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د دغه هېواد ماشومان د مرګ، غمیزې او ناروښانه راتلونکې سره مخامخ دي.

د بشري مرستو یوې کارکوونکې آسونتا چارلز بیزنیس اینسایډر سره په خبرو کې ویلي، افغان ماشومان عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

چارلز زیاته کړه چې اوس مناسب وخت نه دی چې نړیواله ټولنه افغانستان ته شا کړي، بلکې د افغانستان ملاتړ دې وکړي څو د دې هېواد راتلونکی نسل اغېزمن نه شي.

هغه له دوو کالو راهیسې د ورلډ ویژن موسسې سره کار کوي او څه باندې شل کاله کېږي چې په افغانستان کې ژوند کوي.

د ماشومانو د ملاتړ یوې موسسې وروستۍ څېړنه ښيي چې د روان میلادي کال تر فبرورۍ میاشتې پورې د یو میلیون په شاوخوا کې ماشومان مجبوره شوي چې کار کولو ته مخه کړي.

واک ته د طالبانو د بیا ځلې رسېدو سره د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو پرمخ د ښوونځو دروازې تړلې پاتې دي.

هندو:

له هندوستان خپرېدونکې هندو ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو څرګندونو ته اشاره کړې ده چې وايي، د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې دی.

هندو زیاتوي چې بوټو د ازبکستان په سمرقند کې د دې ورځپاڼې او نور رسنیو خبریالانو ته خبرو کې وویل، تر کومه ځایه چې هغه معلومات لري مسعود اظهر په افغانستان کې اوسېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر دا څرګندونې له هغه څه سره تضاد کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویندویانو ویلي دي.

تر دې مخکې د پاکستان ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته یو لیک استولی او په هغې کې یې ترې د مسعود اظهر د نیول کېدو غوښتنه کړې ده.

خو افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي دا راپور رد کړ او په یو بیان کې یې وویل د هېڅ هېواد وسله والو مخالفانو ته په افغانستان کې د اوسېدو اجازه نه ورکوي.

د "جیش محمد" په نوم د تندلارې ډلې مشر مسعود اظهر په هندوستان کې د څو ترهګرو بریدونو په ترسره کولو تورن دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي مسعود اظهر او ډله یې پاکستان کې ملاتړ لري او ښايي هملته به اوسېږي.

XS
SM
MD
LG