د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

"هرات کې له اورلګېدنې وروسته کابل کې د ځینو توکو بیې لوړې شوي"


کابل مندوي
کابل مندوي

د اسلام قلعه په بندر کې د اورلګېدنې وروسته يو شمېر کابل ښاریان وايي، په دې وروستیو کې د سون او خوراکي توکو بیې په بېساري توګه لوړې شوې، چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د بار وړنکو موټرو او صرافانو د ټولڼو کاري اعتصاب او د هرات په اسلام قلعه بندر کې اورلګېدنې په افغانستان په ځانګړې توګه په کابل ښار کې په بیو ناوړه اغېزه کړې ده.

کابل ښاریان وايي، چې د سون توکو او خوراکي موادو بیې مخ په لوړېدو دي، چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکی احمد شکیب مایار وايي: "کابل ښار کې ټکسي چلوم، پخوا به مو یو لېټر په ۳۵ افغانۍ تېل اچول اوس یې په ۴۶ افغانۍ اچوو، دوه ورځې وړاندې یو کیلو ګاز په ۵۶ افغانۍ واچاوو نن سهار یې بیه ۸۰ افغانۍ وه."

وحید بیا د سون توکو تر څنګ د خوراکي موادو د بیوو له لوړېدو هم وايي: "پخوا به مو مایع ګاز یوه کيلو په ۴۵ او۵۰ افغانۍ اچاوه، اوس یې د کابل په بازارونو کې بیې لوړې شوې، ان تر یو کیلو ګاز په ۷۰ او ۸۰ افغانیو پورې رسېدلې د اوړو او نورو خوارکي توکو بیې هم لوړې شوې دي."

په کابل ښار کې د تېلو او ګازو پلورنکي بیا وايي، چې د باروړونکو موټرو د ټولنې د کاري اعتصاب له امله څو ورځې کېږي، چې کابل ښار ته تېل او ګاز نه دي رسېدلي، چې ورسره بیې هم لوړې شوې.

د دوی له ډلې حبیب الله ازادي راډيو ته وویل: "یوه اونۍ وړاندې د بار وړنکو موټرو ټولنې کاري اعتصاب وکړ، دوی له حکومت ځینې غوښتنې درلودې، ورسره په اسلام قعله کې اورلګېدنه رامنځته شوه، چې په دې سره په کابل ښار کې د ګازو او تېلو په بیو کې هم لوړ والی راغی."

د افغانستان د خونو فدارسیون مرستیال خانجان الکوزی وايي، پنځلس ورځې کېږي چې دغه هېواد ته یو کانټينر مواد یا یو ټانکر تېل یا ګاز نه دی وارد شوي.

ښاغلی الکوزی له حکومت غواړي چې د ستونزو هواري ته پام واړوي، کنه نو په خبره یې، وضعیت به لاپسې خراب شي.

خانجان الکوزى
خانجان الکوزى

الکوزي زياته کړه: "موټر چلونکو او صرافانو کاري اعتصاب کړی، دولت یې غوښتنې نه مني، دا ستونزه باید هواره شي، ۱۵ ورځې هېواد ته هیڅ شی نه دی وارد شوى، که وضعیت همداسې دوام وکړي، هرڅه سقوط کوي او ورسره لازمه قیمتي راځي."

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا لس ورځې کېږي، په شمال کې معترضینو د یو ماشوم د تښتونې په غبرګون د اقینې بندر لاره تړلې او هم له تېرو لسو ورځو راهیسې د صرافانو تولنې د حکومت د نویو مقررو په غبرګون ې کار بندیز اعلان کړی کړی.

دغه شان بار وړنکو موټرو د دوی په وینا په لویو لارو کې له دوی نه په ناقانونه ډول د پیسو د اخیستو په غبرګون کاري اعتصاب کړی او د تېرې شنبې په ورځ د هرات په سلام قعله سواګریز بندرکې اور لګېدلی، چې سلګونه د ګازو او تېلو موټر په کې سوځېدلي او د یوې اونۍ په مخ دغه لاره تړل شوې ده.

هڅه مو وکړه، د یادو شویو ستونزو د هواري په هدف د شویو اقداماتو یا پلانونو په اړه د افغانستان د حکومت په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر هم واخلو خو څوک خبرو ته چمتو نه شول.

XS
SM
MD
LG