د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۱۷

د کډوالو عالي کمېشنري: افغانستان کې د بشري ناورين د کمېدو کومې نښې نه‌شته


يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، انځور - ارشيف
يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، انځور - ارشيف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمېشنري وايي، په افغانستان کې د بشري ناورین د کمېدو نښې نښانې نه‌ښکاري.

شميمه د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د بل چا په یوه نیمه ورانه جونګړه کې اوسيږي.

هغه کور چې خونې یې په دې سوړ ژمي کې نه دروازه لري او نه هم کړکۍ لري، خو د دې کونډې مېرمن چې زوی یې هم روږدی یا معتاد دی، د ۹ کسیزې کورنۍ ژوند یوازې سړه هوا نه ګواښي، بلکې د خوړو لپاره هم څه نه‌لري.

"د ورځې که کوم شی پیدا شي هغه دی ګنې د شپي هیڅ‌ نه‌لرو.

وايي، د شپې وږي ویده کېږي.

نوموړې وايي: "د ورځې که کوم شی پیدا شي هغه دی ګنې د شپي هیڅ‌ نه‌لرو. دې کور ته چې راغلي یوو په دې ژمي کې را سره هیچا مرسته نه‌ده کړې. ډېرې مرستې شا و خوا وشوې، زموږ نوم څوک نه ورکوي، وايي دوی دلته همسایه‌ګان دي."

د ملګرو ملتونو سازمان رسمي شمېرې ښېي چې له ۲۸ میلیونه زیات افغانان له دې ډول یو برخلیک سره مخ دي.

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمېشنري نن یوه راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د کمېدو نښې نه‌ښکاري.

افغانستان کې بې‌وزلۍ تر ډېره مېرمنې او ماشومان ځپلي دي، انځور - ارشيف
افغانستان کې بې‌وزلۍ تر ډېره مېرمنې او ماشومان ځپلي دي، انځور - ارشيف

یو این ایچ سي ار په ۲۰۲۳ کال کې د یو شمېر هېوادونو د وضعیت په اړه خپل خپاره کړې راپور کې د افغانستان په اړه زیاته کړې: "ښايي واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې جګړه ډېره کمه شوې وي، خو د بیو لوړېدل، مخ پر ځوړ اقتصاد او په نجونو او ښځو پرله‌پسې محدودیتونه او بندیزونه د عامو افغانانو د بدبختۍ لامل ګرځېدلي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وايي، په افغانستان کې بې‌وزلي زیاته شوې او د دې هېواد له ۴۰ میلیونو انسانانو له نیمايي زیات یې د خوړو خوندیتوب نه‌لري.

یو این ایچ سي ار دغه شان د طالبانو له‌خوا په نا دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار بندیز ته اشاره کوي لیکي، دا پرېکړه به د بشري مرستو رسولو بهیر له لوی خنډ سره مخ کړي او په ماشومانو او ښځو به ډېر بد اغېز ولري.

د سونګ توکو لوړو بیو او بې وزلۍ ژمی لا سخت کړی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وايي، په افغانستان همدا اوس ۳ میلیونه وګړي له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوي دي.

دا ادراه پر نړیوالې ټولنې نیوکه کوي چې تر اوسه نه‌ده توانېدلې د شخړو او د بې‌ځایه کېدو مخنیوی وکړي.

یو این ایچ سي ار دوامداره بې‌کارۍ، د اقلیم بدلون، د ژوند د لګښتونو زیاتوالي او نړیوال اقتصادي بحران ته په کتو، ۲۰۲۳ کال د بې‌ځایه شویو لپاره تیاره بولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG