د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د افغان نجونو په نوم د زده‌کړو نړيواله ورځ ځانګړې کول؛ نجونو او فعالانو يې هرکلی کړی


ارشيف
ارشيف

یو شمېر افغان نجونې چې ښوونځيو ته له تګ بې‌برخې دي، د یونسکو راتلونکې جوړېدونکې غونډې ته په اشارې وايي، دا غونډه باید یوازې د افغان نجونو سره د خواخوږۍ د ښودلو لپاره جوړه نه‌شي.

بهار چې د يوولسم ټولګي زده‌کوونکى ده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، غواړي په راتلونکي تعليمي کال کې بېرته خپلې زده‌کړې پيل کړي.

نوموړې وايي: "کاش چې په نوي کال کې موږ یو بې توپیره او عادلانه حکومت ولرو چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او د ښوونځیو دروازې بېرته زموږ پر مخ پرانیزي. زه هیله لرم چې د یونسکو غونډه یوازې د افغان نجونو لپاره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره نه وي او نړیواله ټولنه باید په رښتیني ډول اقدام وکړي ترڅو موږ له خپلو حقونو برخمن شو."

"کاش چې په نوي کال کې موږ یو بې توپیره او عادلانه حکومت ولرو

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د جنورۍ ۲۴مه د زده‌کړې د نړیوالې ورځې په توګه د هغو افغان مېرمنو او نجونو زده‌کړو ته ځانګړې کړې چې له زده‌کړو بې برخې دي.

په پام کې ده یونسکو راتلونکې اوونۍ د یوې لوې غونډې د جوړېدو په ترڅ کې د افغان ښځو پر زده‌کړو د بندیز د ژر تر ژره لیرې کولو غوښتنه وکړي.

د دغه سازمان په اعلاميه کې د يونسکو عمومي مشرې (اډري ازولي) ویلي چې يونسکو به په دې غونډه کې د تعلیم د بنسټیزې غوښتنې بیا رغولو لپاره خپل غږ تازه کړي.

کابل کې د نجونو يو ښوونځي، انځور - ارشيف
کابل کې د نجونو يو ښوونځي، انځور - ارشيف

مېرمن ازولي وړاندې ویلي، نړيواله ټولنه دا مسووليت لري چې د افغان نجونو او ښځو حقونه له ځنډ پرته تامين کړي او ټينګار يې کړی چې د ښځو پر وړاندې جګړه بايد ودرول شي.

خو د پوهنې په برخه کې یو شمېر فعالان وايي، که د یونسکو غونډه په یوې اعلامیې کې له طالبانو څخه د نجونو پر مخ د زده‌کړو د دروازې د پرانېستلو په اړه پای ته ورسېږي، دا به کومه مثبته پایله ونه‌لري.

دوی دغه ډلې او حکومتونه مجبوروي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي."

د دغو فعالانو له ډلې څخه نوري نزهت ازادي راډیو ته وویل، نړيوال دې موخې ته د رسېدو لپاره باید د طالبانو پر حکومت د بندیزونو په لګولو او د مالي مرستو په بندولو فشار راوړي.

اغلې نزهت وايي: "یونسکو، د نورو سازمانونو سره په همغږۍ کې باید د هغو ډلو او حکومتونو لپاره هڅه وکړي چې واک ترلاسه کوي او ښځې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې کوي، د هغو ډلو او حکومتونو په توګه چې د ښځو د حقونو او بشري حقونو اصلي سرغړونکي دي، د نړیوالو بندیزونو تابع دي. دوی دغه ډلې او حکومتونه مجبوروي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي."

د پوهنې وزارت پخوانۍ ويانده نوريه نزهت
د پوهنې وزارت پخوانۍ ويانده نوريه نزهت

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو محدودیت او پوهنتونونو کې د ښځينه محصلينو پر تحصیل د بندیز تر څنګ په غیر دولتي ادارو او اکثرو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بنديز هغه لوى محدوديتونه دي چې طالبانو پر ښځو لګولي دي.

خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي ادارې د معلوماتو له‌مخې، د طالبانو د پرېکړې له امله په افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونې (۲،۵ میلیونه) له زده کړو بې برخې شوې دي.

یونسکو د طالبانو دغه پرېکړه د افغانستان لپاره یو ګواښ بولي او په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د پرمختيايي لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره وايي چې له ٢٠٠١ کال څخه تر ٢٠٢١ کال پورې ددغه هېواد د پوهنې په ټولو کچو کې د زده‌کړو په برخه کې لس برابر زياتوالى راغلی و چې له يو ميليون زده‌کوونکو څخه شاوخوا لس ميليونو ته د زده‌کوونکو شمېر رسېدلی و.

خو د یونسکو د معلوماتو له‌مخې په دې برخه کې هم په ورستیو کې کموالی راغلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG