د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د ملګرو ملتونو يوه جګپوړې ښځينه چارواکې پرون کابل ته رسېدلې


د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال امنه محمد، انځور - ارشيف
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال امنه محمد، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو تر ټولو جګپوړې ښځینه چارواکې پرون د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېدله.

د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق وايي، د سرمنشي مرستیاله امنه محمد د دې سازمان د ښځو د برخې له مشرې سیما باهوس او په سیاسي چارو کې د سرمنشي له مرستیال خالد خیري سره یو ځای کابل ته تللې ده.

مېرمن محمد په ملګروملتونو کې د کار له پیل مخکې د نایجریا د کابینې غړې وه.

د ملګرو ملتونو جګپوړي مسلمان چارواکي داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې طالبانو د نجونو پر ښوونځیو او پوهنتونونو او په غیرحکومتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

ښاغلي حق زیاته کړه چې دی په امنیتي دلایلو په کابل کې د ملګرو ملتونو د پلاوي د لیدنو کتنو د جزییاتو په اړه څه نه‌شي ویلای.

هغه همدا راز وویل چې د ملګرو ملتونو دې پلاوي په خلیج، اسیا او اروپا کې د افغانستان د وضعیت او د ښځو د حقونو د ملاتړ په مقصد په لوړه کچه په څو غونډو کې خبرې کړې دي.

طالبانو په خپلو وروستيو پرېکړو کې پر نجونو د پوهنتون دروازې وتړلې او په غير دولتي مؤسسو کې يې پر ښځو د کار کولو بنديز ولګاوه.
طالبانو په خپلو وروستيو پرېکړو کې پر نجونو د پوهنتون دروازې وتړلې او په غير دولتي مؤسسو کې يې پر ښځو د کار کولو بنديز ولګاوه.

ویاند دا یادونه هم وکړه چې د ملګرو ملتونو پلاوي کابل ته له روانېدو مخکې د اسلامي همکاریو د سازمان او د اسلامي پراختیايي بانک له چارواکو، د ترکیې په پلازمېنه انقره او د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان ښځو له استازو او همدا راز په دوحه کې د ځینو هېوادونو له سفیرانو او ځانګړو استازو سره هم په دې اړه خبرې کړې دي.

په اسلامي نړۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړيږي

د ښاغلي حق په وینا د ملګرو ملتونو له پلاوي سره په لیدنو کتنو کې هېوادونو او نورو شریکانو د افغانستان ستونزې ته د یوې دایمي حل لارې په موندلو او افغانانو ته د ژوند ژغورنې د مرستو د رسولو په چاره کې د ملګرو ملتو رول مهم وباله او غوښتنه یې وکړه چې دا هڅې باید زیاتې شي څو معلومه شي چې روان وضعیت بېړنی دی.

فرحان حق همدا راز وویل چې د ملګرو ملتونو له پلاوي سره په خبرو کې دې هېوادونو او مؤسسو دا موافقه هم وکړه چې په مارچ میاشت کې به په اسلامي نړۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال امنه محمد به له طالب چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال امنه محمد به له طالب چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

طالبانو د ډسمبر په ۲۴مه نېټه په یوه فرمان کې په کورنیو او نړیوالو غیرحکومتي ادارو کې د ښځو کار غیر شرعي وباله او بندیز یې پرې ولګاوه.

که څه هم ځینو مرستندویو ټولنو، له هغې ډلې پاملرنې، د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې یا سیف د چیلدرن، د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د ناروې د کډوالو شورا د خپلو ځینو فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکړی دی خو د طالبانو حکومت په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه هيڅ نه‌دي ویلي.

طالبانو له دې پرېکړې مخکې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې او پوهنتونونه هم بند کړي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG