د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د روغتيا نړيوال سازمان: نيم ميليون افغانان له روغتيايي خدماتو بې‌برخې شوي دي


افغانستان کې يو روغتيايي مرکز، انځور - ارشيف
افغانستان کې يو روغتيايي مرکز، انځور - ارشيف

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، پنځه سوه زره افغانان له روغتيايي خدماتو بې‌برخې شوي دي.

د روغتیا نړيوال سازمان (WHO) په خپل یوه راپور کې، چې د سې‌شنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي دي چې د ۲۰۲۳ کال د جنوري میاشتې په ۱۳مه نېټه د دوی شمېرې ښېي، چې په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو د کاربندیز او له دې امله د ۹۷ روغتیايي مرکزونو د پوره تړل کېدو یا د فعاليتونو له کمېدو سره شاوخوا نیم میلیون افغانان له روغتیايي خدمتونو محروم شوي یا يې لاس‌رسی ورته کم شوی دی.

د ۲۲۶ ګرځنده ټیمونو په ګډون ۲۸۸ روغتیايي مرکزونو خپل فعاليتونه په افغانستان کې درولي یا یې کم کړي دي.

د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په دې ۹۷ مرکزونو کې ۷۹ ګرځنده ټیمونه او ۱۸ د ثبت مرکزونه شامل دي چې د طالبانو د حکومت له‌خوا په نادولتي مؤسسو کې د ښځو د کار بندیز له امله یې خپل فعاليتونه کم کړي یا یې هم درولي دي.

د روغتیا نړيوال سازمان ویلي، د تېر میلادي کال د ډيسمبر په ۲۸مه د دې سازمان د ارزونو پر بنسټ په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار له بندیز لګولو سره د ۲۲۶ ګرځنده ټیمونو په ګډون ۲۸۸ روغتیايي مرکزونو خپل فعاليتونه په افغانستان کې درولي یا یې کم کړي دي.

د روغتیا د نړيوال سازمان د راپور پر بنسټ د دې روغتیايي مرکزونو د فعاليتونو له کمېدو سره شاوخوا یو نیم میلیون وګړي په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان په افغانستان کې له روغتیايي خدمتونو محروم شوي یا یې هم لاس‌رسی ورته کم شوی دی.

خو دې سازمان د ۲۰۲۲ کال د ډيسمبر د ۲۸مې او د ۲۰۲۳ کال د جنوري د ۱۳مې د شمېرو په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي.

د کابل په يوې ولسوالۍ کې ګرځنده روغتيايي مرکز، انځور - ارشيف
د کابل په يوې ولسوالۍ کې ګرځنده روغتيايي مرکز، انځور - ارشيف

د روغتیا نړيوال سازمان ویلي، د ښځو له کاربندیز سره هم په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د دوی فعاليتونه روان دي.

د تېر کال د ډيسمبر په وروستۍ اوونۍ کې د طالبانو حکومت د یوه فرمان په صادرولو سره په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې له دې فرمان وروسته ګڼو مرسته کوونکو بنسټونو خپل فعاليتونه ودرول او په خپلو ادارو کې یې ښځو ته د کار کولو د اجازې غوښتنه وکړه.

د طالبانو حکومت تازه په غیر دولتي مؤسسو کې ښځو ته د کار کولو د اجازې په اړه څه نه‌دي ویلي

که څه هم د ګڼو هېوادونو او بنسټونو له‌خوا هڅه وشوه چې طالبان خپله دا پرېکړه واخلي خو طالبانو په رسمي ډول تر اوسه خپله دا پرېکړه نه‌ده بدله کړې.

خو له دې بندیزونو سره هم د ماشومانو د ساتنې سازمان (save the children) او پاملرنې مؤسسې (Care) ویلي دي چې، د روغتیا او خوړو په برخه کې د خپلو ښځینه کارکوونکو په ګډون سره خپل فعاليتونه بیا پيلوي.

د طالبانو حکومت تازه په غیر دولتي مؤسسو کې ښځو ته د کار کولو د اجازې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې د مرسته کوونکو بنسټونو د غوښتنې په ځواب کې ویلي و، چې هڅه کوي د اسلامي شريعت په چوکاټ کې دا ستونزه حل کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان او یو شمېر هېوادونو په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو د کاربندیز په اړه ویلي، چې دوام به یې په افغانستان کې بشري ناورین لا پراخ کړي.

XS
SM
MD
LG