د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

ایم ایس ایف: د افغان ښځینه ناروغانو او کارکوونکو راتلونکې خطر سره مخ شوې


د هرات روغتون کې یوه روغتیايي کارکوونکې له هغې ښځې سره د خبرو پرمهال لیدل کېږي چې زوی یې پیدا شوی. February 22, 2021
د هرات روغتون کې یوه روغتیايي کارکوونکې له هغې ښځې سره د خبرو پرمهال لیدل کېږي چې زوی یې پیدا شوی. February 22, 2021

په نادولتي موسسو کې د طالبانو له لوري د ښځینه کارکوونکو د کار په بندیز د غبرګونونو په دوام د بې پولي ډاکترانو نړیوال سازمان ویلي چې د دې بندیز په لګولو سره په افغانستان کې د ښځینه ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو راتلونکی له خطر سره مخ شوی دی.

د بې‌پولې ډاکترانو نړیوال سازمان یا ایم ایس ایف په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دې بندیز په لګولو سره په افغانستان کې د ښځینه ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو راتلونکې له خطر سره مخ شوې.

په نادولتي موسسو کې د طالبانو له لوري د ښځینه کارکوونکو د کار په بندیز د غبرګونونو په دوام د بې پولي ډاکترانو نړیوال سازمان ویلي چې د دې بندیز په لګولو سره په افغانستان کې د ښځینه ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو راتلونکی له خطر سره مخ شوی دی.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې چې تازه خپره شوې ویلي، که څه هم د بې‌پولې ډاکترانو روغتیايي کارکوونکي له دغه بندیز مستثنی دي، خو هېڅ ډول رسمي تضمین نه شته چې دوی وکولای شي له کوم ممنوعیت پرته خپل کار ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو سازمان د ۵۱ سلنه نه زیات روغتیايي کادر ښځې جوړوې چې ۹۰۰ ډاکتران، نرسانې او نور متخصصین په کې شامل دي.

په اعلامیه کې راغلي چې ډېری افغانان بشري مرستو او روغتيايي خدمتونو ته اړتیا لري او دا هر څه په مرستندویه موسسو پورې تړلي دي.

د بې پولي ډاکترانو سازمان په نادولتي مرستندویه موسسو کې د ښځینه کارکوونکو په موجودیت ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې د ژغورنې نړیواله کمېټې ټینګار کړی چې په افغانستان کې په بشردوستانه سکټور کې د ښځو ونډه او په ټولو هغو برخو کې چې دوی کار کوي، شرایطو او وضعیت ته په کتو یوه عملیاتي اړتیا ده.

ای‌ ار سي پرون ناوخته یوه خبرپاڼه کې چې د جنوري د پنځمې نېټې د خپرې شوې خبرپاڼې په تعقیب یې خپره کړې لیکلي، له هغې ورځې چې طالبانو په نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار بندیز ولګاوه، اوس یې اغېزې او بدې پایلې په ټول افغانستان کې لیدل کېږي.

دې ادارې ویلي د تېرې اوونۍ په پیل کې دوی ته د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ډاډ ورکړ چې ښځینه کارکوونکي او هغه کسان چې د دوی د دفترونو په مالي برخو کې کار کوي، کولای شي بېرته دندو ته ستانه شي.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې له قوله، د دې وضاحت وروسته، ای ار سي په څلورو ولایتونو کې د ځای پر ځای او ګرځنده روغتیایي ټیمونو له لارې د روغتیا او تغذیې خدمتونه بیا پیل کړي دي.

يوه افغانه ډاکټره، انځور - ارشيف
يوه افغانه ډاکټره، انځور - ارشيف

ای‌ ار سي زیاتوي، دوی اوس په نورو ولایتونو کې هم د روغتیا او تغذیې د فعالیتونو په برخه کې د کار د بیا پیل لپاره له ولایتي چارواکو سره خبرې کوي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، په ټولو برخو او ټولو سکتورونو کې د ښځینه کارکوونکو پرته، دوی نه‌شي کولای په سمه توګه اړتیاوې وارزوي او هغه ډول چې اړتیا یې ده، مرستې او پروګرامونه وړاندې کړي.

په تېر کال کې ای ار سي له ۵ میلیونو څخه زیاتو افغانانو سره مرسته کړې او د دې ادارې په خبره، که یې ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړل شي، ژمن او لېوال دي چې ټول پروګرامونه په قدم په قدم بیا پیل کړي.

طالبانو پر ښځو د محدودیتونو په دوام د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې په دوه بېلابېلو فرمانونو کې پوهنتونونو ته د نجونو په تګ او په نادولتي موسساتو کې په کار کولو کلک بندیز ولګاوه.

د طالبانو له دې پرېکړو وروسته ګڼو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د مرستو رسونې کارونه ځنډولي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، په داسې حال کې چې په راتلونکو دوه ورځو کې به د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د یخنۍ درجه منفی ۳۵ ته ورسېږي په اینجیوګانو کې د ښځو د کار د بندیز له امله د مرستو وېش ډېر اغېزمن شوی دی.

دغه نړیوالې ادارې پر خپل ټویټر لیکلي چې د بشرې مرستو ملګرې ادارې خلکو ته د ګرمو کالیو او نغدي پیسو په ګډون مرستې رسوي، خو د طالبانو وروستۍ پرېکړې دغه لړۍ سخته ټکنۍ کړې ده.

اوچا خبرداری ورکړی چې که طالبان خپلې پرېکړې بدلې نه کړي میلیونونه افغانان به لا نور وځپل شي او بهرنۍ مرستې به وچې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG