د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

يو شمېر ښځينه فعالانې: د افغان مېرمنو په اړه د نړيوالې ټولنې اوسنۍ کړنلاره سمه‌ نه‌ده


يو شمېر افغان نجونې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان نجونې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف

د افغان مېرمنو د حقونو د خونديتوب په اړه د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې پر کړنلاره نيوکې.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په مشرۍ د پلاوي د سفر له پای او د افغان ښځو د حقونو په اړه د دغه سازمان د ښځو د برخې له یو تازه توېټ سره هم‌مهاله د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې وایي، د ملګرو ملتونو په ګډون، نړیوالې ټولنې د افغان مېرمنو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې یوازې پر ټویټونو، اعلامیو او رسمي غونډو بسنه کړې او عملي اقدام نه‌کوي.

"تقریباْ له یونیم کال راپه‌دېخوا له ښځو څخه د ملاتړ لپاره غوڼډې، اعلامیې جریان لري، خو عملاْ اقدام نه‌دی لیدل شوی.

د ښځو د حقونو فعالانې په دې باور دي چې، د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې تېر یو کلن تعامل بې‌پایلې وو او اوس باید پر طالبانو د فشار داسې مېکانیزمونه رامنځته شي، چې عملي پایلې ولري.

د ښځو د حقونو فعاله، امينه مایار وایي، افغان مېرمنې او نجونې نور د شته محدودیتونو د زغملو توان نه‌لري او باید نقض شوي حقونه یې بېرته ورکړل شي.

نوموړې وايي: "تقریباْ له یونیم کال را په‌دېخوا له ښځو څخه د ملاتړ لپاره غوڼډې، اعلامیې جریان لري، خو عملاْ اقدام نه‌دی لیدل شوی. بلکې ورځ تر بلې محدودیتونه ډېرېږي. هیله‌من یو چې نړیواله ټولنه د فشار له لارې وتوانیږي، چې اوسني وضعیت ته بدلون ورکړي."

امينه مايار
امينه مايار

د ښځو د حقونو فعاله او د جمهوري نظام پر مهال د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیسه، هوا علم نورستانۍ هم انتقاد کوي او وایي، کومه تګلاره چې نړیواله ټولنه له تېر یو نیم کال راهیسې له طالبانو سره مخته وړي، دې تګلارې هیڅ نتیجه نه‌ده ورکړې.

"دا د افغانستان د ښځو درد نه دوا کوي

اغلې نورستانۍ وايي: "دا د افغانستان د ښځو درد نه دوا کوي، باید عملي اقدامات وشي. ملګري ملتونه، ستر قدرتونه او نفوذ لرونکي هېوادونه باید عملي اقدام وکړي، ځکه هلته باید د ښځو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي، تر اوسه خو دا بدلون نه‌دی لیدل شوی."

تازه د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د ښځو څانګې په یوه ټویټ کې لیکلي چې، ملګري ملتونه د افغان مېرمنو او نجونو ترڅنګ دریږې.

په ټویټ کې لیکل شوي چې ملګري ملتونه د افغان مېرمنو له حق غوښتنې ملاتړ کوي، ځکه دوی د ښځو پر کار، تعلیم، تحصیل او حقونو د رامنځته شویو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتونکي دي.

بل لور ته د افغانستان د ځواکمنو ښځو اصلي خوځښت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان مېرمنو له حقونو څخه د دفاع لپاره د دوی فعالیتونه دوام لري، خو د دوی په خبره، فعالیتونه یې ولسي اړخ لري او هیڅ سیاسي جریان پورې تړلي نه‌دي.

د دې خوځښت غړې، مونسې مبارز ازادي راډیو ته وویل، په دې وروستیو کې ځیني سیاسي جریانونو هڅه کړې، چې د دوی له ادرسه امتیازات او شهرت ترلاسه کړي.

نوموړې وايي: "په دې شپو ورځو کې ځیني سیاستوال او فرصت طلبه کسان هڅه کوي چې د معترضو مېرمنو له ادرسه ځان مطرح کړي، موږ وغوښتل د دې اعلامیې په خپرولو سره د ښځو د خوځښتونو خپلواکي په ښکاره ټکو څرګنده کړو. افغان مېرمنې او معترضین هغه کسان دي چې د کابل او ولایتونو په واټونو کې حضور لري او هره ورځ د طالبانو دورې زغمي."

خو نوموړې مشخص د کوم سیاسي جریان یا شخص نوم وانه‌خیست.

د ښځو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر کړنو نیوکې داسې مهال کېږي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې امينې محمد افغانستان ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې ویلي چې، له طالبانو سره په خبرو کې پر افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو د کمېدو په برخه کې لږ پرمختګ شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې اروپایي ټولنه نن په یوه غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو پر ژوند خبرې وکړي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د دفتر ویاندې نبیلا میزرالي تېر ماښام ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي غږیز پیغام کې تایید کړې چې، افغانستان د نن غونډې د اجندا یوه مهمه موضوع ده.

اروپایي ټولنې وړاندې له دې د دې غونډې په اړه په یوه اعلامیه کې لیکلي وو، چې د دې ټولنې وزیران او چارواکي به په افغانستان کې له پوهنتونونو او په نا دولتي مؤسسو کې له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او ښځو د راګرځولو پر موضوع تمرکز وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG