د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

انډپنډنټ: په افغانستان کې د غچ اخیستنې عملیاتو ګڼ افغانان اندېښمن کړي


ارشیف: د کابل په شهرنو کې د وسله والې نښتې وروسته د سیمې یو انځور
ارشیف: د کابل په شهرنو کې د وسله والې نښتې وروسته د سیمې یو انځور

ټورنټو سټار:

د کاناډا ټورنټو سټار ورځپاڼې افغانستان ته د بشري مرستو پر عاجلې اړتیا او وروستیو سیاسي تحولاتو لیکنه خپره کړې او وايي، هره اوونۍ له افغانستانه له بشري حقونو د سرغړونې خبرونه خپرېږي.

د لیکنې په یوه برخه کې د پخوانۍ ولسي جرګې د استازې مرسل نبي زاده وژنې ته هم اشاره شوې چې د دغو غمجنوونکو خبرونو تازه مورد دی.

د ورځپاڼې په لیکنه طالبانو په افغانستان کې یو خطرناکه ماحول رامنځته کړی چې د ښځو ډېر خلاف ماحول دی او افراطي وسله وال د نبي زاده په څېر تحصیل کړې ښځې په نښه کوي.

ټورنټو سټار ورځپاڼې د کاناډا د صدراعظم جسټن ترودو هغې ژمنې ته اشاره کړې چې ویلي یې وو، زیانګالي افغانان به کاناډا ته ولېږدول شي، خو دا کار د ده په وینا خپلې سختۍ لري.

د ده په وینا د کاناډا حکومت د ۴۰زره افغانانو د منلو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه یوازې ۲۶۰۰۰ افغانان کاناډا ته رسېدلي دي.

ورځپاڼې د بشري حقونو د څار سازمان په وینا لیکلي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د افغانستان اقتصاد د زوال خوا ته روان دی او څه باندې ۹۰ فیصده افغانان کافي خواړه نه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ازادي راډیو ته ویلي، په ۲۰۲۳م کال کې به ۲۸ میلیونه او درې سوه زره کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

انډپنډنټ:

د بریتانیا چاپ انډپنډنټ ورځپانې پرون یکشنبه د زرګونو هغو افغانانو په اړه لیکنه خپره کړې چې په افغانستان کې یې له بریتانیا سره کار کړی، خو لا هم بریتانیا ته نه دي لېږدول شوي او بې برخلیکه دي.

د لیکنې په پیل کې راغلي، په لسګونو زره افغانان پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو څه باندې ۱۷ میاشتې وروسته هم دې ته انتظار دي چې بریتانیا ته ولېږدول شي.

ورځپاڼې د بریتانیا د دفاع وزارت تازه شمېرې رااخیستي چې وايي، لا هم ۷۱زره او ۱۴۹ هغه کسان چې درخواستونه یې ورکړي، طی مراحل شوي نه دي.

د دوی اسناد د افغانانو د مېشتولو او همکارۍ د پالیسۍ یا (ARAP) له لارې ارزول کېږي او دا د هغو افغانانو لپاره طرحه شوی پروګرام دی چې په افغانستان کې یې د بریتانیا له حکومت سره کار کړی دی.

انډپنډنټ ورځپاڼه زیاتوي چې په افغانستان کې د غچ اخیستنې د عملیاتو تازه څپې ګڼ دغه افغانان د خپل راتلونکي او خوندیتوب په اړه اندېښمن کړي دي.

ځینو خیریه ادارو خبرداری ورکړی، هغو کسانو چې د بریتانیا له خوا د تمویل شویو پروګرامونو په عملي کولو کې مرسته کړې، د بریتانیا د بیامېشتولو پروګرام د خلاګانو له کبله له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

دغو افغانانو چې په افغانستان کې د بریتانیا له بېلابېلو ادارو سره یې کار کړی، شکایت کړی، چې ژوند یې په خطر کې دی او هغسې چې ژمنه ورسره شوې وه، بریتانیا ته نه دي لېږدول شوي.

د اطلاعاتو د ازادۍ په نامه د یوه بنسټ د شمېرو له مخې د ۲۰۲۱م کال له اپرېل میاشتې راهیسې یو لک او ۲۷زره غوښتنلیکونه د بریتانیا د بیامېشتولو پروګرام له خوا ترلاسه شوي، خو شا و خوا ۷۱زره او ۱۴۹ غوښتنلیکونه لا هم پروسس شوي نه دي.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي، فکر کوي، چې په دغو کسانو کې ښايي ډېری یې پر شرایطو برابر نه وي، یا یې دوه وارې غوښتنلیکونه سپارلي وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG