د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

بلومبرګ خپرونه: متقي پر افغان ښځو محدوديتونه نړيوالو بنديزونو پورې تړلي بللي


د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير ملا اميرخان متقي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستياله امينه محمد
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير ملا اميرخان متقي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستياله امينه محمد

بلومبرګ خپرونه:

  • د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پر افغانو ښځو د محدودیتونو پړه پر نړیوالو بندیزونو اچولې ده. دا له امریکا خپرېدونکې د بلومبرګ خپرونې د یوه مطلب سرلیک دی.

مطلب کې وایو، امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد ته د چهارشنبې په ورځ د ښځو د حقونو په اړه د خبرو پر مهال وویل: "پر افغانستان بندیزونه دي، پر بانکي سیسټم مو بندیزونو دي، سوداګر مو له جدي ستونزو سره مخ دی او نه‌شي کولی بهر پیسې انتقال کړي چې خواړه او تېل وارد کړي."

خپرونې د امیرخان متقي هغه پوښتنه هم را اخیستې چې ویلي یې دي، ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره څه کړي چې هغه يې خپلو مشرانو او خلکو ته ووايي؟

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د یوې مسلمانې مرستیالې امینه محمد په مشرۍ یو پلاوی د تېرې دوشنبې په ورځ کابل ته تللی او هلته یې بېلابېلو طالب مشرانو ته ویلي، چې افغان نجونو او ښځو ته دې د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي.

طالبانو په تېر ډیسمبر میاشت کې په دوو بېلا بېلو فرمانونو کې نجونې له پوهنتوني زده‌کړو او ښځې په غیردولتي مؤسسو کې له کار کولو راوګرځولې، چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راپورته کړل او یو شمېر مرستندویه ادارو په افغانستان کې خپل کارونه وځنډول.

یو شمېر نورو نړیوالو خپرونو هم په افغانستان کې د ښځو د بشري وضیعت په اړه لیکنې خپرې کړي.

ایکانومیسټ مجله:

  • د ایکانومیسټ مجلې په کابل کې د افغانستان د ړنګې شوې ولسي جرګې د استازې مرسل نبي‌زاده وژنې ته اشاره کړې او په یو لیکنه کې وايي، دا وژنه په افغانستان کې د ښځو بدمرغي په ډاګه کوي.

مرسل نبي‌زاده د جنورۍ د میاشتې په ۱۵مه نېټه په کابل کې ووژل شوه، چې تر اوسه د نوموړې د قتل په اړه ډېر جزییات نه‌دي څرګند شوي.

ګلوب اينډ مېل ورځپاڼه:

  • له کاناډا خپریدونکې ګلوب اینډ مېل ورځپاڼې هم د مرسل نبي‌زاده په اړه یو راپور خپور کړی او په‌کې یې ویلي، د کاناډا د پارلمان غړیو هيله درلوده، مرسل نبي‌زاده تر وژل کېدو مخکې کاناډا ته ورشي.

د یادونې ده، چې کاناډا د تېر جمهوري نظام د ملي شورا یو شمېر غړو ته لا د مخه پناه ورکړې.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي او د کډوالو وزیر شان فریزر د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، دوی د افغانستان د پارلمان د پخوانۍ غړې مرسل نبي‌زاده وژنه غندي او په وینا یې: "هغې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره په زړورتیا مبارزه کوله."

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG