د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

خلیلزاد: طالبان باید د نجونو زده کړو په تړاو د مولوي عبدالحمید خبرې واوري


مولوي عبدالحمید د ایران د زاهدان ښار لوی امام یا امام جمعه دی.
مولوي عبدالحمید د ایران د زاهدان ښار لوی امام یا امام جمعه دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا مخکېنی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د نجونو د تعلیم په تړاو باید طالب چارواکي د مولوي عبدالحمید خبرې واوري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، هغه طالب مشران چې نجونې او ښځې یې له لوړو زده کړو او پوهنتونو منع کړي باید د مولوي عبدالحمید وروستۍ خطبه واوري.

مولوي عبدالحمید د ایران د زاهدان ښار لوی امام یا امام جمعه دی.

زلمي خلیلزاد په خپل ټوېټر باندې د مولوي عبدالحمید د جمعې خطبې ته اشاره کړې چې ویلي یې دي ښځې د تعلیم مساوي حق لري او هېڅ حکومت یا چارواکی یې مخه نه شي نیولی.

هغه ویلي: "د ښځو تعلیم د نارینه و له تعلیم سره توپیر نه لري. علم لکه څنګه چې نارینه ته اړین دی ښځو ته هم لازمه ده. عصري او دیني علوم ټول د ښځو او سړیو لپاره مساوي دي او فرق نه لری. د هېڅ حکومت او نظام لپاره ښه نه ده چې د ښځو او یا نارینه وو د تعلیم مخه ونیسي."

مولوي عبدالحمید که څه هم د جمعې د لمانځه په خطبه کې د طالبانو د حکومت یا افغانستان نوم وانخیست، خو افغانستان په سیمه او نړۍ کې یواځینۍ هېواد دی چې واکمنو چارواکو په کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو د تعلیم او پوهنتونونو مخه نیولې ده.

مولانا عبدالحمید که څه هم په افغانستان کې د طالبانو د نظام په واکمنېدو په لومړي سر کې خوښي ښودلې وه، خو وروسته یې د ښځو د تعلیم په اړه د دوی له سختدریځيو سره مخالفت وښود.

هغه یو وار د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې په خپله وینا کې طالبانو ته په خطاب ویلي و چې په کوم شرعي جواز یې د نجونو د تعلیم مخه نیولې ده.

مولوي عبدالحمید د ایران د زاهدان ښار لوی امام یا امام جمعه دی.
مولوي عبدالحمید د ایران د زاهدان ښار لوی امام یا امام جمعه دی.

مولوي عبدالحمید چې د ایران د بلوڅ مېشتي لوی ښار زاهدان امام جمعه دی په سیمه کې له مخکښو او با نفوده سُني عالمانو بلل کېږي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل.

د واکمنۍ له لومړیو ورځو یې په اکثرو سیمو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړې او تر اوسه چې شاوخوا پنځه سوه ورځې کېږي لا دا ښوونځي نه دي پرانیستل شوي.

په دې سربېره یې شاوخوا یوه میاشت دمخه د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې هم وتړلې.

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو تېر ډسمبر ښځینه محصلانې له لوړو زده کړو منع کړې.
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو تېر ډسمبر ښځینه محصلانې له لوړو زده کړو منع کړې.

طالبان د خپلو هغو ژمنو په ماتولو تورن دي چې تر واکمنېدو دمخه یې امریکا او نورې نړۍ سره کړې وې.

یوه بېلګه د دوحې تړون دی چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ورسره لاسلیک کړه.

د خلیلزاد هغه خبره ډېره ښکته او پورته کېږي چې له طالبانو سره یې تر تړون مخکې ویلي وو: "تر څو چې په ټولو مواردو موافقه ونه شي په هېڅ شي موافقه نه کېږي."

هغه وروسته توضیح ورکړې وه چې د نجونو او ښځو تعلیم او ازادۍ، بشري حقونه او د جمهوري نظام د شل کلنو لاسته راوړنو خوندیتوب د امریکا لپاره سرې کرښې دي.

د دوحې تړون د امریکا د ځانګړي استازي او ملابرادار ترمنځ لاسلیک شوی و. February 29, 2020
د دوحې تړون د امریکا د ځانګړي استازي او ملابرادار ترمنځ لاسلیک شوی و. February 29, 2020

د طالبانو حکومت وايي چې د اسلامي شریعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی کوي او په خبره یې چې د نجونو د تعلیم لپاره هم د زمینې په برابرولو کار روان دی.

د طالبانو له حکومته په وار وار د نجونو او ښځو د کار او تعلیم په اړه غوښتنې شوي.

وروستی وار تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد له لوړپوړو طالب چارواکو سره په کابل کې ولیدل او د ښځو د تعلیم د بندیز د لرې کولو غوښتنه یې وکړه.

د ملګرو ملتونو د دې لوړپوړې چارواکې په مشرۍ کابل ته د ملګرو ملتونو د پلاوي د سفر د پای په اعلامیه کې هم د نجونو پر تعلیم ټینګار شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG