د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

يونېسف: افغانستان کې ۳ ميليونه نجونې له ثانوي زده‌کړو بې برخې دي


ارشيف
ارشيف

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو و جهي صندوق تعلیمي څانګې (UNICEF EDUCATION) ویلي، د دوی د اټکل له مخې په افغانستان کې ۳ میلیونه نجونې له ثانوي زده کړو لرې پاتې شوي.

(UNICEF EDUCATION )د جمعې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه وړاندې لیکلي چې، دغه نجونې په بشپړه ډول ښوونځیو ته د تک اجازه نه‌لري او دغه چاره باید همدا اوس بدلون ومومي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د پنجشنبې ورځې ناوخته د فرانسې له ۲۴ ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، طالبانو هغه ژمنې چې له نړېوالو او افغانانو سره کړې وي نه‌دي پوره کړي.

هغه ویلي، د نجونو په وړاندې د زده‌کړو د دروازو تړل او د نورو بشري حقونو نقض په نړیواله کچه د طالبانو د حکومت په رسمیت د نه پېژندلو عمده لاملونه دي.

ښاغلی زرداري ويلي: "یو له هغو مهمو مواردو د نجونو زده کړې دي، د افغانستان ګاونډیان اندېښنه لري چې نجونې ښوونځیو ته د تک اجازه نه‌لري، نجونې باید لومړنۍ، ثانوي او همدا راز لوړې زده کړې چې سره جلا شوي وکړي، موږ تمه لرو چې له شپږم ټولکي پورته نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه شان ټینګار کړی چې که طالبان د افغانانو او نړېوالو سره کړې ژمنې پوره کړي ښايي د دوی د رسمیت پېژندنې په برخه کې همکاري وکړي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ له ازادي راډيو ته وویل، دوی خپلې ټولې کړې ژمنې عملي کړي او لاهم ورته ژمن دي.

نوموړي وويل: "موږ هغه موارد چې رسمیت پېژندنې لپاره په نړېواله سطحه مهم دي هغه پوره شوي دي او په هغې کې هیڅ ستونزه نه‌شته، البته لږ واړه او لوی موضوعات شته چې هغه د ملتونو د معتقداتو، ارزښتونو او همدا راز فرهنګ پورې اړه لري هغه د ملتونو ترمنځ خپلمنځي مسایل دي هغه نړېوال شرایط چې د رسیمت پېژندنې لپاره دي هغه اسلامي امارت له وړاندې پوره کړي و چې رسمیت پېژنده زر وشي."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

د قطر امیر هم د تېرې چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته ویلي چې، هېواد یې بار بار په افغانستان کې د ملي پخلاینې، د نجونو د زده‌کړو د حق، د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د رعایت کېدو او د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنې کړي دي.

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول له شپږم ټولکي پورته یې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې وتړلې.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي، په دې برخه کې د خپل مشرتابه امر ته منتظر دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG