د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

ملګري ملتونه: طالبان باید پر ښځو لګول شوي بندیزونه لغوه کړي


ارشیف: کابل کې وسله وال طالبان د معترضو مېرمنو د اعتراض مخه ونیوله
ارشیف: کابل کې وسله وال طالبان د معترضو مېرمنو د اعتراض مخه ونیوله

افغانستان ته د ملګرو ملتونو سازمان تللی لوړپوړی پلاوی دې هېواد ته د خپل سفر په پای کې له طالبانو غواړي چې په افغان نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه او محدودیتونو هر څه ژر لغوه کړي.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو سازمان په پلاوي کې د دې سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد، د ښځو په چارو کې د دې سازمان اجراییوي مشره سیما باهوس او په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دفتر رییس خالد خیاري شامل وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي دفتر یا یوناما تېره شپه ناوخته یوه خبرپاڼه کې د دې پلاوي له قوله ولیکل، په افغان نجونو او ښځو اوسني لګېدلي بندیزونه هغو میلیونو انسانانو ته د مرستو رسول زیانمنوي چې دې مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد له قوله زیاته شوې، بندیزونه او محدودیتونه نجونې او ښځې په کور کې زنداني کوي، بشري حقونه یې نقضوي او ټولنه یې له خدماتو محروموي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په خبره، افغانستان د بشري وضعیت په یوه وحشتناک او په نړۍ کې له یوه زیان سره مخ حالت کې دی.

د دې سازمان د ښځو څانګې اجراییوي مشرې سیما باهوس هم ویلي، افغان نجونې او ښځې له ټولنې د دوی د حذفېدو پر وړاندې په مېړانه ولاړې دي او اوس د ټولو مسوولیت دی چې له دوی ملاتړ وکړي.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو راغلي پلاوي، په کابل او کندهار کې له طالب چارواکو سره وکتل، خو دا معلومه نه‌شوه چې ایا د طالبانو له مشر سره یې هم لیدنه وشوه او که نه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG