د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: طالبان یا نه غواړي څه وکړي یا یې نه شي کولای


د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، طالبان هغه څه چې وايي، نه یې شي کولای او یا یې هم نه غواړي چې ویې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین وايي، دوی او نړیواله ټولنه له طالبانو تمه لري چې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونه وساتي.

بلېنکن چې د شیکاګو پوهنتون د سیاست په انسټېټیوټ کې یې خبرې کولې وویل، طالبان هغه څه چې وايي، نه یې شي کولای او یا یې هم نه غواړي چې ویې کړي.

هغه زیاته کړه: "موږ ولیدل چې طالبان یا نه شي کولای یا نه غواړي، هغه څه وکړي چې نړیوالې ټولنې او امریکا متحده ایالاتو ترې تمه درلوده. تمه دا وه چې دوى به د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي کوي خو دا له خپلو ژمنو د دوی یو ستر شاه تګ وو او موږ پر داسې لارو چارو غور کوو چې دې اقداماتو ته سم ځواب ووایو."

انټوني بلېنکن له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتو یو ځل بیا ننګه کړې، خو دا یې هم ویلي که چېرې ولیدل شي چې ترهګرو هلته یو ځل بیا پټنځایونه جوړ کړي، یو ځل بیا پرې برید وکړي، هغه ډول چې د ده له قوله، د القاعده مشر ایمن‌الظواهري یې په نښه کړ.

ایمن‌الظواهري
ایمن‌الظواهري

خو د بلېنکن په خبره، له ټولو اندېښنو سره سره، له افغانستانه کوم ګواښ نه‌شته.

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د حکومت له ویاندویانو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د تازه څرګندونو په اړه وپوښتل، خو د دې راپور خپرېدو یې پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې يې ویلي چې له افغان خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ نه شته او په دې هېواد کې يې د ټولو وګړو حقونه خوندي کړي دي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت له لوري په افغان مېرمنو د زده کړو او کار محدودیتونه پلي شوي او دوی ته اجازه نه ورکول کېږي په دولتي او نادولتي ادارو کې کار وکړي او دغه شان له شپږمو ټولګیو پورته ښوونځيو او د تحصیل لپاره پوهنتونونو ته لاړې شي.

طالبانو تېر کال د ډسمبر په میاشت کې ښځینه محصلانې له پوهنتوني زده کړو منع کړې.
طالبانو تېر کال د ډسمبر په میاشت کې ښځینه محصلانې له پوهنتوني زده کړو منع کړې.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو یو جګپوړي پلاوي افغانستان ته د خپل څلور ورځني رسمي سفر په پای کې د یوې اعلامیې په خپرولو له طالبانو د هغو فرمانونو لغوه کېدل غوښتي چې د مېرمنو او نجونو حقونه په کې محدود شوي دي.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو سازمان په پلاوي کې د دې سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد، د ښځو په چارو کې د دې سازمان اجراییوي مشره سیما باهوس او په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دفتر رییس خالد خیاري شامل وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي دفتر یا یوناما تېره شپه ناوخته یوه خبرپاڼه کې د دې پلاوي له قوله ولیکل، په افغان نجونو او ښځو اوسني لګېدلي بندیزونه هغو میلیونو انسانانو ته د مرستو رسول زیانمنوي چې دې مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد

په اعلامیې کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو دې جګپوړي پلاوي په کابل او کندهار کې له طالب چارواکو سره په لیدونو کتنو کې په ملي او نړیوالو ادارو کې د افغان مېرمنو د کار په بندیز اندېښنه شریکه کړې او دا یې هم ویلي چې د طالبانو دا اقدام د ګڼ شمېر موسسو کارونه ټکني کوي چې د میلیونونو بې وزلو افغانانو سره مرستې کوي.

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد له قوله زیاته شوې، بندیزونه او محدودیتونه نجونې او ښځې په کور کې زنداني کوي، بشري حقونه یې نقضوي او ټولنه یې له خدماتو محروموي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په خبره، افغانستان د بشري وضعیت په یوه وحشتناک یا وېروونکي او په نړۍ کې له یوه زیان سره مخ حالت کې دی.

د دې سازمان د ښځو څانګې اجراییوي مشرې سیما باهوس هم ویلي، افغان نجونې او ښځې له ټولنې د دوی د حذفېدو پر وړاندې په مېړانه ولاړې دي او اوس د ټولو مسوولیت دی چې له دوی ملاتړ وکړي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه د دغه اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې پلاوي او ځانګړي استازي په بروکسل کې ناسته کړې او د افغانستان په روان وضعیت يې بحثونه کړي دي.

په دې ناسته کې له زده کړو او کاره د افغان نجونو او ښځو د راګرځولو تر څنګ د افغانستان په بشري وضعیت هم بحثونه شوي دي خو نور جزیات يې نه دی خپاره شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG