د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

اروپایي پارلمان د افغان مېرمنو پر ستونزو ۲ ورځنۍ غونډه لري؛ تمې ترې څه دي؟


ارشیف، د اروپايي پارلمان تالار
ارشیف، د اروپايي پارلمان تالار

اروپایي پارلمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې په بېلابېلو غونډو کې پر هغو ستونزو خبرې وشي چې ښځې په افغانستان کې ورسره مخامخې دي.

د سې شنبې په ورځ به په لوړه سطحه یوه کنفرانس کې پر افغان مخکښو ښځو سربېره د اروپایي کمېسیون، د ملګرو ملتونو او دغه راز د نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي او پر هغه سخت وضعیت به چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغان ښځې په افغانستان کې ورسره مخامخې دي، خبرې وشي او حل لارې به ورته ولټول شي.

د اعلامیې له مخې د دغه کنفرانس ترڅنګ به نن او سبا په بېلابېلو غونډو کې هم د افغان ښځو پر ستونزو خبرې وشي.

ننني کنفرانس کې به د اروپایي پارلمان مشره روبېرټا میتسوله، د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ ځانګړې استازې انجیلینا جولیا او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد ګډون او ویناوې وکړي.

دغه کنفرانس به د ښځو لپاره د افغان وتلې سندرغاړې اریانا سعید په یوې سندرې پای ته ورسېږي.

په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي چې د اروپایي پارلمان دې غونډو ته وربلل شوې، دا ډول غونډې د دې لپاره چې د افغان ښځو ستونزو ته د نړیوالو ډېر پام واوړي، مهمې بولي.

په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي
په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي

نوموړې تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل:"زما په فکر دا یو ښه فرصت دی چې د افغان ښځو مساله راپورته او هغه د توجه وړ وګرځي، ځکه زما په اند د اوکراین په څېر په نړۍ کې ځینې نورو مسایلو ته توجه ډېره شوې، د افغانستان مساله، په تېره بیا د افغان ښځو او د افغانستان د خلکو مسایل یې تر سیوري لاندې راوستي او دا ډول غونډې له دې سره مرسته کولی شي چې دغو مسایلو ته بېرته پام زیات شي."

د اغلي کوفي په خبره د دغې غونډې په جوړېدو سره اروپایي ټولنه غواړي چې له افغان ښځو سره خپل پیوستون اعلان کړي.

دې غونډو ته پر فوزیه کوفي او سیما سمر سربېره، په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون وروستۍ مشره شهرزاد اکبر، د میدان ښار ښارواله ظریفه غفاري او د افغان فلم د لومړنۍ ښځینه رییسې صحرا کریمي په ګډون یو شمېر مخکښې ښځینه فعالانې وربلل شوي دي.

د اروپایي پارلمان د اعلامیې له مخې د سې شنبې او چهارشنبې د ورځو په غونډو کې به په مشخص ډول د افغانستان اړوند مسایلو لکه په دې هېواد کې د ښځو د راتلونکې او په دې اړه چې په څه ډول له هېواده بهر د ښځینه فعالانو ملاتړ وشي، بحث او خبرې وشي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره اروپایي ټولنه او نور نړیوال تر ډېره د افغان ښځو او نجونو حقونو ته د کار او زده کړې له پلوه ډېر اندېښمن دي.

له کله چې طالبان واک ته رسیدلي، ډېرې ښځې په دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړای شوي او په ډېرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ هم ښوونځي تړل شوي دي.

د افغانستان په ګرمسیرو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونو او د نورو لوړو تحصیلي موسسو د بېرته پرانیستلو په اړه د محصلو نجونو په اړه د طالبانو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني د وړمې ورځې اعلان هم ګونګ و.

نوموړي وویل، سبا چهارشنبې به په دې ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه بېرته پرانېستل شي، خو دا یې ونه ویل چې د ټولو پر مخ او که هغه یوازې د هلکانو پر مخ.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د ویاندویانو نظر واخلي، خو څوک خبرو کولو ته حاضر نه شول.

د طالبانو حکومت بیا هغو انتقادونوته چې وایي، د ښځو د حقونو درناوی یې نه دی کړی، وایي، د شریعت په چوکاټ کې به ښځو ته ټول حقونه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG