د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د طالبانو له لوري د پوهنتونونو د پرانيستې دريځ ته د نجونو محصلانو غبرګون


ارشیف؛ د افغانو نجونو د لېسانس فراغت
ارشیف؛ د افغانو نجونو د لېسانس فراغت

په افغانستان کې د ښځو د حق غوښتنې له میاشتو میاشتو اعتراضونو او له نړیوالو فشارونو وروسته، طالبان د نجونو او هلکانو پر مخ د پوهنتنونو د دروازو د پرانیستلو خبره کوي.

خو یو شمېر نجونې محصلانې او د ښځو د حقونو فعالانې د دولتي پوهنتونونو د خلاصون په اړه د طالبانو د حکومت له دې اعلان سره محتاطانه چلند کوي.

دوی ادعا کوي چې طالبان په دې پلمه د خپل حکومت د مشروعیت غوښتنې په لټه کې دې دي او وایي، د مناسبت فرصت په رارسېدو سره به ولیدل شي، چې طالبان خپلې دغې خبرې ته څومره ژمن پاتې کېږي.

د ښځو د حقونو فعالې او لیکوالې سمیې رامش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:" زه فکر کوم دا چې په دې وروستیو ورځو کې کومه رنګینه، پیاوړې او اغیزمنې جبهې عملاً مبارزه کوي د طالبانو د ایدیولوژۍ خلاف میدان کې درېدلي دي هغه د افغانستان د ښځو د مقاومت جبهه ده، دوی د دې مطلب په اعلان سره چې پوهنتونونه به بېرته خلاص شي غواړي چې یو څه ښځې له خپلو مبارزو په شا کړي او دوی دا کار د خپل حکومت د مشروعیت او د ملګرو ملتونو او بهرنیو هېوادونو د پام د ور اړولو لپاره کوي.”

خو د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت چارواکي، وایي چې راتلونکو ورځو کې به د پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او درسونه به هم پیل شي.

ارشیف؛ د کابل پوهنتون محصلین
ارشیف؛ د کابل پوهنتون محصلین

د دغه وزارت ویاند احمد تقی ازادي راډیو ته وویل چې د نجونو او هلکانو د ټولګیو جلاوالی به د لوړو زده کړو د بنسټونو د خلاصون له شرایطو څخه وي.

احمد تقي وایي:" د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي چې په راتلونکو څو ورځو کې د دولتي پوهنتونونو دروازې پرانیزي او زده کړې پیل شي ښځینه او نارینه محصلین کولای شي خپل درسونه ووایي البته د ګډ تعلیمي نظام نه تېر شوي یو او مخنیوی شوی دی د نارینه محصلینو درسونه به جلا او د ښځینه وو به جلا وي.”

له دې سره یو شمېر نجونې محصلینې د زده کړو او ښوونې د بهېر بېرته پیلدل هم یو قدم شا ته پاتې کېدل بولي.

د کندهار ولایت یوې محصلې رنګینې ازادي راډیو ته وویل:" دوی چې کوم قیودات لري موږ ورسره هېڅ ستونزه نه لرو په ځانګړي توګه هغه که د اسلام په چوکاټ کې وي، که دوی شخصي قیودات لري چې د دوی هر شخصي نظر به موږ اورو او په ځان به یې عملي کوو بیا نو موږ ورسره ستونزې لرو، ځکه چې موږ هم انسانان یو او ځان ته حقونه لرو.”

طالبان داسې مهال د نجونو محصلینو پر مخ د پوهنتونونو د خلاصون خبره کوي چې نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په شمول ځینې شرایط ایښي دي.

تازه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، دوی هیله من دي چې په نوي ښوونیز کال کې د هلکانو تر څنګ د نجونو زده کوونکو پر مخ هم ښوونځي پرانیستل شي خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG