د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

د نجونو پرمخ تړلي ښوونځي؛ د کونړ او نورستان زده کوونکې:کتابونو ته اوښکې تویوو


ارشیف؛ په کونړ کې ښځینه ښوونځي
ارشیف؛ په کونړ کې ښځینه ښوونځي

په کونړ او نورستان کې د منځنيو ښوونځیو او لېسو ښځېنه زده کوونکې وايي، تعلیمي کال يې په ختمېدو دی، خو لا يې هم پر مخ د ښونځیو دروازې تړلي دي.

دوی وايي، اسلام پر نارینه وو او ښځو یو ډول د علم زده کړه فرض کړې ده، خو طالب چارواکو د نجونو پر مخ د ښونځیو دروازې تړلي دي.

د دوی په خبره، هر سهار يې چې ورونه او نور خپلوان ښونځيو ته ځي خپه کېږي او خپلو کتابونو ته چې ګوري ورته اوښکې تویوي او داسې فکر کوي چې نور تعلیم ترې پاتې شوی او هيلې يي مړې شوي.

د دوی په خبره د طالبانو له واکمنۍ وړاندې هم ښونځیو ته په حجاب کې تللې او بیا به هم ځي او دا موضوع باید د دوی مخې ته د پلمې په توګه خنډ ونه ګرځول شي.

د کونړ مرکز اسعداباد کې د فاطمې لېسې د لسم ټولګي زده کوونکې امینه وایي: "موږ ښوونځي ته په پرده او حجاب کې تللو. ډېرې خوشحاله وو. ښې نومرې به مو اخیستلې کورنۍ مو هم خوښه وه. په دې خوشحاله وو چې له ښوونځي به فارغه شم، پوهنتون به ووایم او ښه ژوند به ولرو. اوس ښوونځي ته نه شو تللی نو ډېره خپه یم. حال دا چې د اسلام مقدس دین پر نر او ښځه یو ډول د علم زده کړه فرض کړې ده. څومره اسلامي هېوادونه دي چې هېڅ چا د نجونو د تعلیم مخالفت نه دی کړی."

په کونړ کې د ملا عالم ښځینه ښوونځی
په کونړ کې د ملا عالم ښځینه ښوونځی

ښوونځیو ته له تګه بې برخې شوې نجونې وايي، د کورنیو نارینه زده کوونکي يې چې هر سهار ښوونځیو ته ځي نو دوی خواشیني کېږي او خپل راتلونکی تیاره ورته ښکاري.

د فاطمې لېسې د ۱۱م ټولګي زده کوونکې ماریه وایي: "اوس چې ښوونځی بند شوی دی، ناهیلې شوي یو او زړونه مو مات دي. د ښوونځي بکسه او کتابونه چې ګورو ډېرې زیاتې خپه کېږو، دې ته هم خپه کېږو چې ورونه مو کتابونه را اخلي درسونه زده کوي او یا هم کورنۍ دندې لیکي. په دې هم خپه کېږو چې هغوی هر سهار خپل کتابونه رااخلي او ښوونځیو ته ځي او موږ له دغه نعمته بې برخې یو."

په نورستان کې هم نجونې د ښوونځیو بندېدو خپه کړي.

د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ
د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ

دوی وايي، ټول افغانستان او په ځانګړي ډول نورستان کې ښځېنه ډاکټرانو، ښوونکو او نورو ښځېنه کار کوونکو ته اړتیا لري او دوی هم په همدې هېله درس ویلو چې د خپلو بې وسه او محرمو خویندو خدمت به وکړي.

ایمان د مرکز پارون اړوند د پشکي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکې ده وايي: "موږ له طالب چارواکو غواړو چې پرمخ مو د ښوونځیو دروازې پرانېزي، ځکه چې هره ټولنه ښځېنه ډاکټرې، ښځېنه ښوونکې، ښځېنه انجینرې او بلې ښځېنه کار کوونکې ته اړتیا لري. هېڅ یوه ټولنه له تعلیم یافته خلکو پرته پرمختګ نه شي کولی. که نجونو ته د تعلیم اجازه ور نه کړل شي، نو ټولنه به مو بې تعليمه او هېواد به مو له پرمختګ وروسته پاتې شي."

د سړو سيمو نجونې زده کوونکې به له ازموېنې پرته لوړو ټولګیو ته لاړې شي.

په کونړ او نورستان کې د پوهنې ریاست مسوولین بیا وايي، په سړو سيمو کې به نجونې له ازموېنې ورکولو پرته لوړو ټولګیو ته ځي او کال به يې نه ضایع کېږي او هیله من دي چې د ګرمو سېمو ښوونځي به ډېر ژر بېرته پرانیستل شي.

په کونړ کې د پوهنې لپاره د طالبانو رئیس مولوي محیب الله حیدري ازادي راډیو ته وویل: "موږ امید ساتو چې د نجونو ښوونځي هم خلاص شي، درسونه يې پیل شي. موږ ښځېنه استادانو ته اړتیا لرو او دا اړتیا به له همدې ښوونځیو پوره کېږي. د ازموینو لپاره هم زموږ مشرانو ښه پلان نیولی دی، د نجونو کال به نه ضایع کېږي دا کار د نجونو په ګټه دی او له ازموېنې پرته به لوړو ټولګیو ته بریالۍ کېږي."

د یادونې وړ ده چې له کومې ورځې طالبان د دوهم ځل لپاره قدرت ته رسیدلي، په ټول هېواد کې يې له شپږمو ټولګیو د پورته ښځېنه د ښوونځيو او د دولتي پوهنتونونو دروازې د زده کوونکو او محصلینو پرمخ تړلې.

مزار شریف کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نجونو تش ټولګی
مزار شریف کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نجونو تش ټولګی

که څه هم په یو شمېر ولایتونو کې يې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې بېرته پرانیستي، خو په زیاتو ولایتونو کې لاهم د نجونو ښوونځي تړلي دي.

طالبان هر وخت ژمنه کوي چې ډېر ژر به پاتې ښوونځي هم پرانېزي، خو لا هم هغه ورځ نه ده راغلې چې له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو ښځېنه زده کوونکي او د دولتي پوهنتونونو محصلینې بېرته خپلو درسونو ته لاړې شي.

ښوونځیو ته له تګه بې برخې شوې نجونې وايي، د کورنیو نارینه زده کوونکي يې چې هر سهار ښوونځیو ته ځي نو دوی خواشیني کېږي او خپل راتلونکی تیاره ورته ښکاري.

دوی وايي، ټول افغانستان او په ځانګړي ډول نورستان ښځېنه ډاکټرانو، ښوونکو او نورو ښځېنه کار کوونکو ته اړتیا لري او دوی هم په همدې هېله درس ویلو چې د خپلو بې وسه او محرمو خویندو خدمت به وکړي.

XS
SM
MD
LG