د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۵:۴۹

افغانستان

پخوانی ولسمشر حامدکرزی تېره شپه جرمني ته تللی

حامدکرزی

ښاغلي کرزي ته نژدې سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړه چې نوموړی په یوه لنډ سفر برلین ته تللی او بېرته هېواد ته ستنېږي.

په دې اړه ډېر جزیات نه‌دي ورکړل شوي.

ښاغلي کرزي د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له افغانستانه بهر د سفر اجازه نه درلوده، خو تېره میاشت د لومړي ځل لپاره جرمني ته د سفر اجازه ورکړل شوه چې بېرته کابل ته ستون شو.

حامد کرزي د سه‌شنبې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امینه محمد سره هم کتلي او د ښځو او نجونو د کار او تعلیم د بندیزونو په تړاو یې ورسره خبرې کړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبان: تر اوسه د پاکستان له زندانونو تر زرو ډېر افغانان خوشې شوي

ارشیف: د پاکستان په یوه زندان کې بندي افغانان

د طالبانو په کنټرول کې د کډوالو او او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تر اوسه د پاکستان له زندانونو تر زرو ډېر افغان پناه غوښتونکي خوشې شوي او افغانستان ته لېږدول شوي دي.

دې وزارت د مارچ په ۳۱مه په یو لړ ټویټونو کې ویلي، یوازې په همدې ورځ ۱۷ افغانان له خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

یاد وزارت وايي، په پاکستان کې د بندي افغانانو د خوشې کولو لپاره په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ډېرې هڅې کړې دي.

له دې مخکې ویل شوي وو چې تر ۱۵۰۰ افغانان د پاکستان په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي چې ډېری برخه یې په کراچۍ کې بندیان دي.

اوتانبایوا: د افغانستان ستونزه باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي

د عکس ښي لور ته د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او چپ لور ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتانبایوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتانبایوا د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان ستونزه باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.

د رییس الوزرا د رسنیو د دفتر د خبرپاڼې پر اساس اوتنبایوا دغه راز وویل، ملګري ملتونه په دې برخه کې هڅه کوي چې افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، د دوی حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې ټول شرطونه بشپړ کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي.

د نږدې شلو میاشتو په تېرېدو لا هم هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوالې ټولنې په ځلونو ویلي، له طالبانو سره د تعامل لپاره اصلي شرط د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو رعایت دی ځکه په دې موده کې د افغان ښځو کار، زده کړې او ټولنیز فعالیتونه محدود شوي او طالبانو هم د دې محدودیتونو د لرې کولو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

کرکټ؛ د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له سریلانکا سره سیالي لري

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان تر ۱۹کلنو کم عمره کرکټ لوبډله نن له سریلانکا سره سیالي لري.

لوبه له ماسپښین وروسته د افغانستان پر وخت درې نیمې بجې په متحده عرب اماراتو کې پیلېږي.

په مخکینۍ لوبه کې چې د مارچ په ۲۸مه شوې وه افغان لوبډلې د سریلانکا لوبډلې ته په څلورو منډو ماتې ورکړې وه.

خو افغان لوبډلې تېره پنجشنبه د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې په لوی توپیر ماتې خوړلې وه.

افغان کرکټ لوبډله د روانې لوبلړۍ د جدول په سر کې دی چې درې لوبې یې ګټلي او دوه یې بایللي دي.

ورپسې بنګله دېشۍ لوبډله دویم او د سریلانکا لوبډله په درېیو ماتو سره درېیم ځای کې قرار لري.

د ژورنالېستانو د ساتنې کمېټه: طالبان دې د سیمه‌ییزو رسنیو ځپل ودروي

انځور - ارشيف

دغې کمېټې نن جمعه په یوه بیان کې له طالبانو غوښتي، چې پرېږدي په بدخشان کې د 'صدای بانوان' راډيو خپل کار ته ادامه ورکړي.

د دې راډیو له مسولینو څخه يو تن چې د موضوع د حساسیت له کبله يې نه‌غوښتل نوم يې واخیستل شي ازادي راډیو ته ویلي، د تخنیکي همکارانو له‌خوا په سهوي ډول د موسیقۍ له خپرېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ د دې راډیو نشرات بند شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د «صدای بانوان » راډیو د تړل کېدو پخلی وکړ او ویې ویل چې، دا راډیو د طالبانو د حکومت د نشراتي قوانینو د پرله‌پسې سرغړونو له امله تړل شوې ده.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي، د صدای بانوان راډيو په ٢٠١٤ کال کې جوړه شوې او شپږ کارکوونکي لري.

ایران شل تنه نور افغان بندیان د طالبانو حکومت ته سپارلي دي

د ايران او افغانستان ترمنځ پوله

د نيمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه بیان کې ویلي، دغه بندیان طالب چارواکو ته په زرنج ښار کې سپارل شوي.

په بیان کې نه‌دي ویل شوي چې، څه وخت دا کسان سپارل شوي دي.

د دې ریاست په خبره، دا افغانان د زاهدان له زندان نه خوشې شوي دي.

په وروستیو څو اوونیو کې په لسګونه افغان بندیان د ایران له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته انتقال شوي دي.

هلمند کې طالبان ملا امامانو ته: خلک تروايح کولو ته اړ کړئ

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولايت موقعيت

طالبانو په هلمند کې خلګو ته خبرداری ورکړی؛ که تراویح ونه‌کړي له عکس العمل سره به مخامخ شي.

دا خبرداری د هلمند د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست په یوې رسمي اعلامیې کې ورکړی دی.

دا اعلامیه، چې د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري هم خپره شوې، د دغه ولایت د ټولو جوماتونو امامانو ته خبر ورکوي چې د خپلې سیمې اوسېدونکي تراویح کولو ته اړ کړي.

د روغتيا نړيوال سازمان: افغانستان کې روغتيايي سکتور زيانمن شوی

ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو‌ایچ‌او وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته روغتیايي سکتور تر بل هر سکتور زیات زیانمن شوی دی.

د دې سازمان د مالوماتو پر اساس، افغانان اوس د روغتیا په برخه کې پر بشري مرستو متکي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون (پنجشنبې) د افغانستان د روغتیايي وضعیت په اړه په خپل راپور کې وویل، ډبلیو‌ایچ‌او د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې د ډېرو محتاجو کسانو لپاره روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او تر ۲ لکه ۲۰ زره ډېرو کسانو ته یې طبي خدمات وړاندې کړي دي.

بدخشان کې د غرونو ښوېدو له امله د ۵ ولسواليو مواصلاتي لارې بندې شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولايت موقعيت

د بدخشان ولایت د ۵ ولسوالیو مواصلاتي لارې د غرونو د ښوېدو له کبله بندې شوي دي.

د طالبانو تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس پرون (پنجشنبې) راپور ورکړ چې، د مایمي ولسوالۍ په پلچک چوبي سیمه کې غر ښوېدلی دی.

په مایمي ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت ولسوال مخدوم عبدالله راشدي ویلي، د دې پېښې په نتیجه کې د خواهان، نسي، شکي، مایمي او کوف اب ولسوالیو ترمنځ د تګ راتګ لارې له درو ورځو راهیسې بندې دي.

دا خبر داسې مهال ورکول شوی دی چې، د افغانستان هوا پېژندنې ادارې په ډېری ولايتونو کې د سختو ورښتونو اټکل کړی دی.

جاپان او اروپايي اتحاديې زرګونه افغانانو ته حرفوي زده‌کړې ورکړي

جاپان او اروپايي اتحاديې زرګونه افغانانو ته حرفوي زده‌کړې ورکړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو پراختیايي اداره وايي، د جاپان او اروپايي اتحادیې په مرسته یې په افغانستان کې ۵۶ زره ۵۰۰ تنو ته حرفوي زده‌کړې ورکړي دي.

د ملګروملتو دې ادارې پرون (پنجشنبې) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې، په دې پروګرام کې یې د ښځو او ماشومانو د ظرفیتونو لوړولو ته زیات پام کړی دی.

ملګروملتونو د معتادينو د درملنې له مرکزونو سره د طبي او خوراکي موادو مرسته کړې

د درملنې په موخه د معتادينو ټولول، ارشيف

د ملګروملتو دوو ادارو په ګډه په افغانستان کې په مخدرو موادو د روږدو کسانو د درملنې له ۲۴ مرکزونو سره د خوراکي موادو، طبي وسایلو او درملو مرسته وکړه.

د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره (یو این او ډي سي) وايي چې، د ملګروملتو د پراختیايي پروګرام په همکارۍ یې دا مرستې کړي دي.

دا اداره وايي، په افغانستان کې درې نیم میلیون تنه په مخدرو موادو روږدي دي او د دغه هېواد د معتادانو د درملنې په اکثرو مرکزونو کې د امکاناتو د نشتوالي له کبله درمل او نورو ضروري شیان نه موندل کېږي.

د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، دې ډول مرستو ته به دوام ورکړي څو په مخدرو موادو د روږدو کسانو د درملنې لپاره اسانتیاوې ډېرې شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG