نړۍ
ملګري ملتونه: معاصر تاريخ کې مليونونه خلک د خوړو له پراخ بحران سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، په ملیونونو خلک په معاصر تاریخ کې د خوړو تر ټولو پراخ بحران کې ژوند کوي.
دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي په افغانستان، ایټوپیا، هیتي، سومالیا، جنوبي سوډان او یمن کې خلک له قحطۍ سره مخامخ دي.
د دې ادارې په خبره له عاجل دوامدار اقدام پرته به ۲۰۲۳م کال ډېر ویجاړوونکی کال وي.
ملګري ملتونه وايي، دا مهال په افغانستان کې تر ۲۸ ملیونو ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
زیلینسکي د روسیې له خوا د امنیت شورا مشري 'پوچ او ویجاړوونکی' تحول وباله

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د روسیې له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر مشرۍ انتقاد وکړ او دا یې یو 'پوچ او ویجاړوونکی' تحول وباله.
زیلینسکي ویلي، دا ثابتوي، چې نړیوال بنسټونه په بشپړ ډول له ماتې سره مخامخ شوي دي.
د اوکراین ولسمشر چې تېره شپه ناوخته خبرې کولې زیاته کړه، هغه کسان چې د ترور مسوول دي، باید دا اجازه ونه لري، چې د نړیوالو ادارو مشري پر غاړه واخلي.
زیلینسکي وویل، د روسیې پوځ د اوکراین یو بل ۵ میاشتنی ماشوم هم وژلی، خو په عین حال کې روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري اخلي.
روسیې پرون د یوې میاشتې لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري واخیسته.
دا وروسته له هغې چې روسیې د ۲۰۲۲مکال په فبروري میاشت کې پر اوکراین یرغل کړی، لومړی وار دی چې د امنیت شورا مشري اخلي.
تر دې مخکې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا د روسیې له خوا د امنیت شورا مشري د نړیوالې ټولنې پرمخ یوه څپېړه بللې وه.
هغه د امنیت شورا له نورو غړو وغوښتل چې روسیه دې نه پرېږدي چې د امنیت شورا له مشرۍ ناوړه استفاده وکړي.
اسراییل د سوریې ګڼې سیمې ویشتلي

د اسراییل هوايي حملو نن یکشنبه سهار وختي د سوریې په حمص ولایت کې ګڼې ساحې وویشتلې چې د سوریې د دولتي رسنیو په وینا ۵ سرتېري یې ټپیان کړل.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې د سوریې جګړه څاري وايي، دا د روان میلادي کال له پیله نهم وار دی چې د اسراییل له خوا په سوریه کې ځینې اهداف ویشتل کېږي.
د سوریې سانا خبري اژانس د پوځي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، په دغو حملو کې په حمص او شاوخوا سیمو کې ځینې اهداف ویشتل شوي دي.
د اژانس په وینا، د سوریې د هوايي مدافع دستګاه د یوه توغندي مخه ونیوله او ځینې نور توغندي یې تر ویشتلو وروسته لاندې وغورځول.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، په دغو توغندیو د یوه تحقیقاتي مرکز په ګډون د سوریې پوځي ساحې او هغه ځایونه ویشتل شوي چې په ایران پورې تړلې ملېشې یې کاروي.
سوریه کې د سپاه پاسداران انقلاب ټپي شوي پوځي سلاکار ساه ورکړه

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یو پوځي سلاکار چې د سوریې پلازمېنې دمشق ته نږدې د اسراییل په هوايي حمله کې ټپي شوی و، د ټپونو له کبله ساه ورکړه.
د ایران نیمه رسمي خبري اژانس مهر نن یکشنبه د دې موضوع په اړه راپور ورکړی دی.
اسراییل له کلونو راهیسې په سوریه کې پر هغه څه حملې کوي، چې دغه هېواد یې په ایران پورې تړلي اهداف بولي.
په سوریه کې د ایران نفوذ وروسته له هغې زیات شو، چې د سوریې په کورنۍ جګړې کې یې چې له ۲۰۱۱م کال راهیسې روانه ده، د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ پیل کړ.
ایران وايي، افسران یې د دمشق په بلنه په سوریه کې د سلا مشورې رول ادا کوي.
مهر خبري اژانس وايي، مقداد مقداني چې د صهیونستانو په حمله کې تېره جمعه سهار وختي ټپي شوی و، ساه ورکړه.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د جمعې ورځې حمله د مارچ میاشتې پر مهال په سوریه کې د اسراییل شپږمه حمله وه.
د تېرې جمعې په حمله کې د ایران د سپاه پاسداران یو بل پوځي سلاکار او یو افسر وژل شوي وو.
د اوکراین چارواکي: د جګړې له کبله ۲۶۲ ورزشکاران مړه شوي

د اوکراین د سپورټ وزیر وايي، د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه د اوکراین د ۲۶۲ ورزشکارانو د مړینې او د سپورټ د ۳۶۳ مرکزونو د ویجاړۍ سبب شوې ده.
وادیم هوتسایت پرون د جمناستیک نړیوال فډراسیون له ریس موریناري واتانابي سره په کتنه کې دا خبره کړې ده.
هوتسایت ویلي، د روسیې یو ورزشکار هم باید په المپیک یا نورو سپورټي سیالیو کې د ګډون اجازه ونه لري.
د اوکراین د سپورټ وزیر وايي، دغه روسي ورزشکاران ټول د روانې جګړې ملاتړ کوي او په ورزشي مناسبتونو کې د دې جګړې د ملاتړ لپاره ګډون کوي.
پر اوکراین د روسیې یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شوی، چې لا هم دوام لري.
چارواکي: له ایران سره پولې ته څېرمه څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي، څلور پوځیان له ایران سره پولې ته څېرمه په برید کې وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ای اېس پي ار په یوه بیان کې تایید کړې چې د اپرېل په لومړۍ نېټه شنبه د ترهګرو یوې ډلې چې د ایران له لوري فعالیت کوي، پولې ته څېرمه د کیچ ضلعې سره د پاکستان په امنیتي ځواکونو برید کړی.
د پاکستان پوځ ویلي چې د ترهګرو پر ضد د اغېزمن اقدام او په راتلونکي کې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره له ایراني لوري سره 'اړین تماسونه' نیول شوي دي.
ایران لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې روان کال د جنورۍ په میاشت کې هم د بلوچستان په پنجګور ضلع کې د پاکستان - ایران پولې په اوږدو کې د ترهګرو په برید کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي وو.
هغه مهال د پاکستان لوړ پوړو چارواکو دغه پېښه په کلکه غندلې وه او د بهرنیو چارو وزارت له ایرانه غوښتي وو چې مجرمانو ته دې سزا ورکړي او بشپړې پلټنې دې وکړي.
روسیې د 'دروژبا' پایپ لاین له لارې پولنډ ته د تېلو لېږد بند کړی

پولنډ وايي، روسیې د دروژبا پایپ لاین له لارې يې دغه هېواد ته د تېلو رسول بند کړي دي.
د پولنډ د پي کې این اورلین چڼځای اجرایوي رییس ډینیل اوبیټیک د شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي چې شرکت به د دې تشې ډکولو لپاره بدیل سرچینې وکاروي.
د اوبېټیک په وینا، د پولنډ د اومه تېلو یوازې لس فیصده له روسیې څخه راځي.
د 'دروژبا' پایپ لاین له لارې د روسیې د تېلو صادرات یوه ورځ وروسته تر دې بند شول چې اوکراین ته د پولنډ لیوپارډ ټانکونه ولېږل شول.
اوکراین جګړه؛ مسکو د مهماتو تولید د پام وړ زیات کړی

د روسیې دفاع وزیر وایي مسکو د مهماتو تولید د پام وړ زیات کړی دی.
سرګي شویګو د جزییاتو له ورکړې پرته پرون دا هم زیاته کړه چې د مهماتو د تولید زیاتوالی به روسیه په دې برلاسې کړي چې خپلو جنګي هدفونو ته ورسېږي.
د جرمني ډي پي اژانس د خبر له مخې د مهماتو کمښت د روسیې او اوکراین لپاره په یوې لویې ستونزې بدله شوې او لوېدیځو متحدینو هم ډېر شمېر پوځي تدارکات د اوکراین په واک کې ورکړي.
امریکا له هند سره د ناټو د تعامل او مشارکت د پراختیا خبر ورکړ

په ناټو تړون کې د امریکا سفیرې جولین سمیت له هند سره د ناټو د تعامل او مشارکت د پراختیا خبر ورکړ، ویې ویل، دا ايتلاف هر وخت چې هند وغواړي په دې اړه خبرو ته تیار دی.
په ناټو کې د امریکا سفیرې پرون جمعه په یوه خبري غونډه کې وویل، که څه هم هند او امریکا په ځانګړي ډول د مځکنۍ بشپړتیا په اړه یو شان پالیسي نه لري، خو امریکا او ناټو د اوکراین له خلکو سره د هند د بشري مرستو ستاینه کوي.
اغلې سمیت وویل، ناټو د اوکراین د کړکېچ د حل کولو لپاره له هند سره پر له پسې په تماس کې ده او د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د هند د ښکاره دریځونو ملاتړ کوي.
ایټالیا د 'چټ جې پي ټي' پلټفارم کارول منع کوي

د ایټالیا د معلوماتو د ساتنې ادارې د جمعې په ورځ د مارچ۳۱مه وویل چې د چټ جې پي ټي له لوري د کاروونکو د شخصۍ حریم د سرغړونې په باب یې څېړنې پیل کړي دي او د دغو تحقیقاتو د پایلو تر څرګندېدو پورې دا پلټفارم په ایټالیا کې منع کوي.
دا پلټفارم د مایکروسافټ کمپنۍ په ملاتړ په نومبر میاشت کې راووت او ډېر ژر یې میلیونونه کسان ځان ته جلب کړل.
یو شمېر ساینسپوهانو د ډیجیټل ټکنالوژۍ د تم کېدو غوښتنه کړې

د ایلن ماسک او سټیو وزنیاک په شمول د کمپیوټر د علم یو شمېر ساینسپوهان او نوښتګر دې نتیجې ته رسېدلي چې پر ډیجیټل ټکنالوژۍ ورځ تر بلې د مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټلجنس تسلط زیاتېږي نو د شپږو میاشتو لپاره د دې چټکې پرمختلونکې ټکنالوژۍ د تم کېدو غوښتنه کوي.
دوی ویلي چې په دې شپږ میاشتو کې دې د مصنوعي ذهانت د خطرونو په اړه څېړنې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې سترې کمپنۍ بازار ته پر له پسې د مصنوعي ذهانت ټکنالوژي وړاندې کوي او ټاکل شوې ده چې ګوګل او مایکروسافټ ژر ورته ټکنالوژي بازار ته وړاندې کړي.