د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

امينه محمد: د افغانانو د ستونزو لپاره د حل لارې لټول د ملګروملتونو اصلي لومړيتوب دی


د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وایي، د دې هېواد د وګړو د وضعیت لپاره یوه حل لاره د دې سازمان یو مهم لومړیتوب دی.

امینه محمد چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفرکړی و، تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي. چې له طالب چارواکو سره په لیدنو کتنو کې یې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه او هم په دې اړه چې که دغه حالت، محدودیتونه او بندیزونه دوام وکړي، ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

امینه محمد بیا په دې اړه اندېښنې داسې مهال ښېي چې طالبانو د شنبې د ورځې ناوخته د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته د یوه مکتوب په استولو له هغوی غوښتي، چې تر بل امر پورې د کانکور په ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه ورنه‌کړي.

په دې مکتوب کې ویل شوي چې، که هر تحصیلي بنسټ له دې امر څخه سرغړونه وکړي، ورسره به قانوني چلند وشي.

د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، چې دا ډول اقدامات، پر نجونو او ښځو د تعلیم او کار چاپيریال خورا تنګوي.

دې سازمان تېر ماښام په څو ټویټونو کې له طالبانو غوښتي چې پر دغې نوې پرېکړې او پر نورو مخکینیو چې پر نجونو زده‌کونکو یې لګولي، یو ځل بیا غور وکړي.

د اسلامي همکاریو د سازمان په باور له اکاډمیک چاپيریال څخه د نجونو او ښځو څنډې ته کول به ټولنیز او اقتصادي درزونه رامنځته کړي.

د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي دفتر هغه پخوانۍ غوښتنه بیا تکرار کړه چې له طالبانو یې پر ښځو او نجونو د کار او زده‌کړې د بندیزونو د لیرې کولو لپاره کړې وه.

دغه غوښتنه درې اوونۍ مخکې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په یوه غونډه کې کړې او د دې سازمان اجرایوي رئیس د طالبانو له حکومت او د طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې وه چې، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازي بېرته پرانیزي او هغوی ته د زده‌کړې د هرې رشتې حق ورکړي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت مسؤلينو د يو مکتوب په خپرولو سره د کانکور ازموينې ته د نجونو نوم‌ليکنه باندې بنديز لګولی دی.
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت مسؤلينو د يو مکتوب په خپرولو سره د کانکور ازموينې ته د نجونو نوم‌ليکنه باندې بنديز لګولی دی.

طالبانو په خپلې څه باندې یو نیم کلنې واکمنۍ کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له منځنیو او ثانوي زده‌کړو بې‌برخې کړي او له کوره بهر یې پر ښځو د کار کولو سخت محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو یوه عمده غوښتنه دا ده چې نړیوال یې باید حکومت په رسمیت وپېژني.

طالبانو د تېر کال په ډسمبر کې نجونې او ښځې له پوهنتونونو هم را وګرځولې او همدارنګه یې په غیردولتي مؤسسو کې ښځې له کارکولو منع کړې.

د طالبانو دغه اقدامات د نړیوالو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوي او هغه یو له عمده عواملو ګڼل کېږي چې نړیوال د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

دې مسلې ته د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد هم افغانستان ته له وروستي سفر وروسته اشاره کړې او ویلي و، چې د طالبانو یوه عمده غوښتنه دا ده چې نړیوال یې باید حکومت په رسمیت وپېژني.

خو د هغې په خبره طالبان باید لومړی دا ثابته کړي چې د بشري حقونو په تېره د ښځو د حقونو درناوی کوي، چې له هغې وروسته د دې په خبره کېدای شي، د تعامل او د په رسمیت پېژندلو موضوع مطرح شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG