طالب چارواکو د ملګروملتو د سرمنشي له مرستیالې امينه محمد سره په کتنو کې ویلي چې، ولې د دوحې د موافقې خلاف د دوی مشران له تور لېسته نهدي ایستل شوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او همدا راز د رئیس الوزرا مرستیال دا غوښتنه ظاهراً د ملګروملتو د دې غوښتنې په ځواب کې کړې چې ولې نجونو او ښځو ته د زدهکړو او کار حق نه ورکوي.
عصمت څاروان په دې موضوع د افغانستان د ولسي جرګې له پخواني غړي کمال ناصر اصولي سره مرکه کړې.
ښاغلي اصولي د دې مرکې په پیل کې طالبان په خپله د دوحې د موافقې سرغړوونکي وبلل.
د ښاغلي اصولي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: