د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

واشنګټن پوسټ: امينه محمد د نړۍ له مسلمانانو غوښتي چې طالبان ۲۱مې پېړۍ ته راولي


يو شمېر طالب چارواکي
يو شمېر طالب چارواکي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه:

د ملګرو ملتونو تر ټولو جګپوړې ښځینه چارواکې د نړۍ پر مسلمانانو غږ کړی چې طالبان ۲۱مې پېړۍ ته راولئ.

دا د اسوشیتید پریس خبري اژانس یوه مقاله ده چې واشنګتن پوسټ خپره کړې.

په مطلب کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد په وروستي سفر او له طالب چارواکو سره د هغې د لیدنو په اړه تمرکز شوی دی.

امینه محمد چې سُني مسلمانه ده طالب چارواکو ته ویلي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل حرام کار دی.

په مقاله کې د اغلې امینې محمد له قوله راغلي چې، یوه طالب چارواکي ورته وویل دې ته له هغوی سره دا لیدنه هم حرامه ده.

امینې محمد ویلي طالب چارواکو دې ته مخامخ نه کتل او دې هم کټ مټ د هغوی دا کار ورسره کاوه او د خبرو پر وخت به یې نه ورته کتل خو خپلې غوښتنې او خبرې یې په ډاګه طالب چارواکو ته ورسولې.

امینه محمد ویلي له ټولو امکاناتو یې کار واخیست چې طالبان پر ښځو او نجونو له لګېدلو محدودیتونو لاس په سر شي.

اغلې امینه محمد تېره اوونۍ کابل کې وه او هلته یې د طالبانو د کورنیو او بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون له یو شمېر لوړپوړو طالب چارواکو سره ولیدل.

د خبريالانو نړيوال فدراسيون:

د خبریالانو نړیوال فدراسیون پر طالبانو غږ کړی چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي دې نه بندیانوي.

دغه فدراسیون نن په یوه بیان کې ویلي چې افغان خبریال خیرالله پرهر د جنورۍ له نهمې د طالبانو د استخباراتو په قید کې دی.

د خبریالانو فدراسیون په خپل بیان کې د طالب چارواکو له خوا د افغان خبریالانو بندیانول غندلي او د طالبانو په دې چلند یې نیوکه کړې چې د افغان خبریال خیرالله پرهر د نیولو په اړه یې وضاحت نه‌دی ورکړی.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون لیکلي، د دې تر څنګ چې د افغانستان رسنۍ له یوه ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخې دي افغان خبریالان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له زیاتېدونکو بندیزونو او پوښتنو سره مخ دي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل او د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ یې افغان خبریالان هم له خنډ سره مخ کړل.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون اندېښنه ښودلې چې د خبریالانو د نیولو، ځورولو او له هغوی سره د تاوتریخوالي پېښې ورځ تر بلې زیاتیږي.

دغه بنسټ ویلي چې د طالبانو د استخباراتو له ریاسته باید د رسنیو په وړاندې د اقداماتو په خاطر پوښتنه وشي.

د امريکا د سولې انسټيټوټ:

د امریکا متحده ایالتونو د سولې انسټيټوټ هم د طالبانو په واکمني کې د افغانستان د رسنیو د وضعیت په اړه یو مطلب خپور کړی.

دغه بنسټ لیکلي د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ تر پرځېدو وروسته له ۲۰۰۱ له ۲۰۲۱ کاله پورې د افغانستان یوه لویه لاسته راوړنه د بیان د ازادۍ غښتلتیا او د بېلابېلو ازادو رسنیو رامنځته کېدل وو.

خو د دغه بنسټ په خبره لکه څنګه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د ښځو د حقونو په برخه کې یو لوی شاتګ وشو رسنۍ هم تر سختو بندیزونو لاندې راغلې.

د امریکا متحده ایالتونو د سولې بنسټ په همدې موضوع د بحث د ګډونوالې د امریکا غږ د جنوبي او منځنۍ اسیا د برخې د مشرې عایشه تنظیم خبرې راخیستي.

هغې ویلي افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د رسنیو او د بیان د ازادۍ په برخه کې ډېر زیات پرمختګ وکړ خو د طالبانو په بیا واکمنېدو په تېر یو نیم کال کې اکثر ښځینه خبریالانې له کاره ګوښه شوې او په ټوله کې د طالبانو رسمي او غیر رسمي مقرراتو او بندیزونو د ژورنالیستانو کار او ژوند ناممکن کړی او هغوی یې له رغنده، بې پرې او با مفهومه راپور ورکولو پاتې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG