د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

طالب چارواکو سره د مارتين ګريفيتس ليدنه؛ د نجونو او ښځو د زده‌کړې او کار پر حقونو خبرې شوي


له طالب چارواکو سره په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس ليدنه
له طالب چارواکو سره په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس ليدنه

د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار له طالب چارواکو سره خبرې.

په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس او ملګري پلاوي یې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې د افغان نجونو او ښځو د کار او زده‌کړو پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

په دې اړه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو زارت په ټویټر پاڼه په خپور شوي بیان کې راغلي دي، یاد پلاوي ویلي، د نجونو او ښځو زده‌کړه او کار هغه بنیادي حقونه دي، چې دوی یې د اعادې غوښتنه کوي.

ښاغلي حقاني دوی ته دا ډاډ ورکړی، چې د زده‌کړو او تحصیل د دایمي محرومیت بحث مطرح نه‌دی.

خو په بیان کې دا هم راغلي، ښاغلي حقاني دوی ته دا ډاډ ورکړی، چې د زده‌کړو او تحصیل د دایمي محرومیت بحث مطرح نه‌دی.

په بیان کې وړاندې د نوموړي په حواله ویل شوي، په تعلیمي نظام کې د نظرونو تفاوت شته چې د حل کېدو وړ دی.

په بیان کې دا نه‌دي ویل شوي، چې لیدنه څه وخت شوې ده خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، مارټین ګریفیټس کابل ته تللی دی.

له طالب چارواکو سره په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس ليدنه
له طالب چارواکو سره په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس ليدنه

ښاغلي ګریفیټس سره په دې سفر کې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان مشره جانتي سویی ریپتو، د پاملرنې مؤسسې مشره سوفیا سپریچمن او د یونېسف مشر عمر عبدي ملګري دي.

طالبانو په دا تېره ډسمبر میاشت کې پوهنتونونو ته د ښځو په ورتګ او دغه شان په نادولتي مؤسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه.

د طالبانو دې پرېکړو پراخ غبرګونونه راپارولي او د ملګرو ملتونو او نورو لویو او مهمو سازمانو چارواکي یې اړ کړي، چې طالب چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفرونه وکړي.

له طالب چارواکو سره په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس ليدنه
له طالب چارواکو سره په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس ليدنه

د یادونې ده، چې مخکې بیا د ملګرو ملتونو د سرمنشي د بلې مرستیالې امینه محمد په مشرۍ هم یو پلاوي افغانستان ته سفر کړی و او له ګڼو طالب چارواکو سره یې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او د کار د بندیز په اړه خبرې کړې وې.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د متحده عربي اماراتو، جاپان او فرانسې استازو د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له مرستیالې امينه محمد څخه غوښتي چې افغانستان ته د خپل وروستي سفر او له طالبانو سره د لیدو کتو په اړه دوی سره د تړلو دروازو تر شاه جلسه وکړي.

په دغه سازمان کې د متحده عربي اماراتو د دایمې استازولۍ ویاندې شاهد متر په خپل ټویټر لیکلي دي، چې دا ناسته به د را روانې جمعې په ورځ وشي.

اخوا د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل په خپل ټویټر لیکلي دي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله بروکسل ته ورغلې تر څو افغانستان ته د خپل وروستي سفر جزیات له دوی سره شریک کړي.

بورل لیکلي دي، چې اروپايي ټولنه له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ترڅنګ دریږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG