د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

د مارټین ګریفیټس په مشرۍ د ملګرو ملتونو بل جګپوړي پلاوي طالبانو سره لیدلي


د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس
د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس

د سرمنشي مرستیال او ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر بېګا په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره په کتنه کې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه خبرې وکړې.

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د دې سازمان دوهم جګپوړی چارواکی دی چې په یوه اونۍ کې کابل ته ځي او د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه له طالب چارواکو سره خبرې کوي.

مارټین ګریفیټس بېګا کابل ته ورسېد.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر ټويټر لیکلي چې ښاغلي ګریفیټس د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د لګېدلو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د طالبانو حکومت نږدې یوه میاشت مخکې په کورنیو او نړیوالو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې په غبرګون کې یې ډېری مرستندویو ټولنو خپل ځینې فعالیتونه وځنډول.

په کابل کې د معترض مېرمنو انځور
په کابل کې د معترض مېرمنو انځور

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ژمي په سړو کې خلک په بېساري ډول بشري مرستو ته اړتیا لري. طالبانو له دې مخکې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې او پوهنتونونه هم بند کړي وو.

تېره اونۍ د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د یوه پلاوي په سر کې کابل ته ولاړه او د طالبانو له مشرانو سره یې وکتل.

مېرمن محمد هم په کابل او کندهار کې په خپلو کتنو کې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار د طالبانو د بندیزونو په اړه خبرې وکړې.

تېره اونۍ د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د یوه پلاوي په سر کې کابل ته ولاړه او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ګډون ګڼو طالب مشرانو سره یې وکتل.
تېره اونۍ د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د یوه پلاوي په سر کې کابل ته ولاړه او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ګډون ګڼو طالب مشرانو سره یې وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، متقي له ګریفیټس څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نیوکو او نیمګړتیاوو پر ځای د دوی په وینا د عمومي عفوې په څېر مثبتې لاسته راوړنې او فرصتونه نړیوالو ته وښيي.

د نړۍ هېڅ هېواد هم د طالبانو حکومت چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان واکمن شو، تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.

ملګرو ملتونو او د نړۍ نورو هېوادونو په ډاګه ویلي دي چې څو طالبان د ښځو او بشري حقونو په برخو کې خپلې پالیسۍ بدلې نه کړي او نورو سیاسي ځواکونو ته په حکومت کې ونډه ورنه کړي، حکومت به یې په رسمیت ونه پېژني.

په داسې حال کې چې د جګړه ځپلي افغانستان اکثر خلک له لوږې او سړو څخه کړېږي د طالبانو پر حکومت د نړیوالو بندیزونو او د بشری مرستو د کمېدو له کبله افغانستان له یوه سخت بشري بحران سره مخامخ دی.

د افغانستان له نیمايي زیات وګړي اوس مهال د نړیوالو پر بشري مرستو متکي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG