د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

امریکا: د افغانانو پر وړاندې د طالبانو اوسنی چلند بې ځوابه نه پاتې کېږي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده‌ ایالات له طالبانو سره په تعامل کې د بدلون په اړه له خپلو متحدانو سره د مشورې په حال کې دي.

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانانو پر وړاندې د طالبانو اوسنی چلند بې ځوابه نه پاتې کېږي او دوی به له ټولو هغو وسیلو کار واخلي چې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د نقض مخه ونیسي.

د دې وزارت ویاند نېډپرایس پرون رسنیو ته وویل، له افغانانو سره مرستې له طالبانو د ملاتړ په معنا نه‌دي، بلکې په خبره يې، امریکا له خپلو متحدانو سره؛ طالبانو سره د خپل تعامل او چلند په برخه کې د بیا کتنې په حال کې ده.

پرایس وویل: "برعکس موږ له طالبانو سره د بشري حقونو په برخه کې د دوی د ډېرو سرغړونو، سخت دریځو فرمانونو او کړغېړنو کړنو په برخه کې، هغه چې په وروستیو اوونیو او میاشتو کې مو له طالبانو ولیدل، له طالبانو سره د خپل چلند او له دوی سره ښکېلتیا ته بیا کتنه کوو. زه نه‌شم کولای په دې اړه ډېر جزییات ورکړم او ووایم چې دا بهیر چېرته رسېدلی، خو یوازې دومره ویلای شم چې موږ په فعاله توګه له خپلو متحدانو او شریکانو سره د مناسب راتلونکې لپاره د ګامونو پورته کولو ارزونه کوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه اوونۍ وړاندې هم وویل، یوه ټیم یې ګمارلی چې له افغانانو سره د طالبانو چلند و اروزي او له مخې به یې دوی له طالبانو سره خپله د تعامل کړنلاره روښانه کړي.

طالب وياندويان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په اړه ځواب نه وايي، خو وړاندې دوى د افغانانو د بشري حقونو د نقض مسایل او تر خوا یې د افغان نجونو او ښځو په اړه د بندیزونو موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله بللې.

په طالبانو د امریکا متحده‌ ایالاتو په ګډون نړيوالې نیوکې وروسته تر هغې زیاتې شوي، چې دوی په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار مخه ونیوله.

طالبانو تېر میلادي کال د اکټوبر میاشت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې له دندو منع او ګوښه کړې. دوی تېر میلادي کال په وروستیو کې په نادولتي موسسو کې هم ښځې له کاره منع کړې.
طالبانو تېر میلادي کال د اکټوبر میاشت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې له دندو منع او ګوښه کړې. دوی تېر میلادي کال په وروستیو کې په نادولتي موسسو کې هم ښځې له کاره منع کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون وویل، د طالبانو د دې پرېکړې له امله ۸۳ سلنه هغو موسسو خپل فعالیتونه ځنډولي، چې افغانانو ته یې به بېلابېلو برخو کې مرستې رسولې.

خو د پرایس په خبره، دا بندیزونه د دوی لپاره د منلو نه‌دي او متحده‌ایالات به په طالبانو د فشار په راوستو سره هڅه وکړي چې دا پرېکړه لغوه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل، چې همدا اوس ۲۸میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول هغه ښځې او ماشومان چې د خطر له لوړې کچې سره مخ دي.

امریکا واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، افغانستان سره ۱،۱ میلیارډ ډالر مرسته کړې ده چې د نېډپرایس په خبره، دا پیسې د نادولتي موسسو له‌خوا یوازې له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې لګول شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG