د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

انټونیو ګوټرېش: په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي


د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرېش
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرېش

 انټونیو ګوټرېش پرون په نیویارک کې د دې سازمان په عمومي غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او اوسمهال افغان نجونې او ښځې په خپل وطن کې د تبعید شویو په څېر ژوند لري.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرېش وايي، په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو په وضعیت اندېښنه ښودلې.

انټونیو ګوټرېش پرون په نیویارک کې د دې سازمان په عمومي غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او اوسمهال افغان نجونې او ښځې په خپل وطن کې د تبعید شویو په څېر ژوند لري.

هغه زیاته کړه: "نړۍ د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې له سخت فشار سره مخ ده. د ښځو جنسي او د زېږون حقونه او قانوني خوندیتوب تر ګواښ لاندې دی او ان په نړیواله کچه ځینې حکومتونه په څو اړخیزو خبرو اترو کې د جندر له لید لوري سره هم مخالف دي."

طالب ویندویانو د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

انټونیو ګوټرېش داسې مهال د جنسیت پر بنسټ د تبعیض خبره کوي چې د طالبانو حکومت په اوسنۍ کابینه او تر خوا یې په نورو لوړو دولتي پوسټونو کې هېڅ ښځې ته ونډه نه‌ده ورکړل شوې.

تر خوا یې طالبانو په ځینو محدود ادارو کې له کار پرته، ټولو دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو او نجونو د کار مخه نیولې.

د طالبانو له لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ګوښه شویو ښځینه کارکوونکو انځور. October 18 2022
د طالبانو له لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ګوښه شویو ښځینه کارکوونکو انځور. October 18 2022

خو د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي په خپلو خبرو کې اوسني او راتلونکي نسل ته هر څه ژر د سولې، بشري حقونو، اقتصادي پراختیا او تنوع ته د درناوي غوښتنه وکړه، هغه څه چې لاسرسی ورته اوسمهال په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دی.

هاخوا د اروپايي پارلمان غړې کیلر ډیلي د پارلمان پرونۍ غونډې ته په وینا کې ویلي، ملیونونه افغانان د فقر، بدبختۍ، مرګ او تباهۍ په لور روان دي.

هغې زیاته کړې، افغانان د دې حقدار نه‌دي او باید دوی د لوېدیځ د نا روا جګړې سزا ونه ویني.

کیلر ډیلي وویل: "په داسې حال کې چې دوه کاله مخکې د وچکالۍ له اغېزو شپږ چنده زیاتې افغانې کورنۍ تېښتې ته اړې شوې، په حقیقت کې ۳،۲ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي، دوه پر درېیمه برخه وګړي یې په بشري مرستو متکي دي، دا شمېرې د تېر کال په پرتله ۴ میلیونه ډېر‌والی ښيي."

په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو په وضعیت او تر خوا یې د افغانانو په اقتصادي، سیاسي او ټولنیز حالت اندېښنې داسې مهال ښودل کېږي چې طالبانو له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره د وړاندیز شویو شرایطو پر ځای، بر عکس په افغان نجونو او ښځو محدودیتونه او بندیزونه زیات کړي.

تر خوا یې ټولشموله حکومت نه‌دی جوړ کړی، هغه څه چې د نړیوالې ټولنې له قوله، د دې شرایطو په منل کېدو سره په افغانستان کې روانو ناخوالو ته یوه حل لار موندل کېدای شي.

XS
SM
MD
LG