د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

د سراج الدین حقاني وروستۍ څرګندونې د اختلاف او د واک انحصار پایله وبلل شوه


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني تېره ورځ یوې غونډې ته ویلي، د ځینو کسانو په ذهن کې د واک انحصار او د ټول نظام چیلنجول په یوه اساس بدل شوي دي. خو د طالبانو ویاند وايي، اسلامي اخلاق دا دي که څوک په امیر یا هم کوم بل دولتي چارواکي نیوکه لري، باید په پټه یې ورته ووايي.

یو شمېر شنونکي او عام افغانان د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د سرپرست څرګندونې د دوی په لیکو کې د اختلاف او د واک د انحصار پایله بولي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، په امیر یا هم دولتي چارواکو باید نیوکې په پټه مطرح شي.

مجاهد وروسته تر دې دا خبره کوي چې پرون په خوست کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني وویل، د ځینو کسانو په ذهن کې د واک انحصار او د ټول نظام چیلنجول په یوه اساس بدل شوي دي.

مجاهد که هم څه په ښکاره دا و نه ویل چې دا څرګندونې یې د ښاغلي حقاني د خبرو په ځواب کې دي که نه، خو زیاته یې کړه، په هغه کسانو چې نیوکه هم کېږي، باید دا برداشت ولري چې شاید د زرګونو کسانو په زړه کې دا خبرې وي، خو نه یې شي ویلای.

هغه نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل: "له اخلاقي اړخه د نیوکې اصول دا دي چې که څوک په امیر، مسوول، وزیر، معین یا رییس نیوکه ولري، غوره ده او اسلامي اخلاق دا ایجابوي چې د هغه بې احترامي و نه کړي، عزت یې وساتي او په پټه او خوندي توګه ورته نږدې شي چې بل څوک یې وا نه وري او خپلې نیوکې ورته ووايي."

د طالبانو ترمنځ دا څرګندونې داسې مهال تبادله کېږي چې وروستیو کې یو شمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له سخت‌دریځو فرمانونو سره، کابل کې طالب مشران مخالف دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله
د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله

هاخوا د سراج‌الدین حقاني څرګندونو یو شمېر افغانان اندېښمن کړي او وايي، هسې نه چې دا اختلافات د طالبانو ترمنځ خپل منځي جګړې ته لار پرانیزي چې زیان به یې عام خلک وویني.

یو تن کابل مېشتی چې نه غواړی د امنیتي ستونزو له امله یې راپور کې نوم خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل: "دا اختلافات د واک پر سر ورځ تر بلې ډېرېږي. په ټوله کې عام ولس له دې سخت اندېښمن دی چې هسې نه دا اختلافات به لا ډېر شي او په پایله کې به دوی خپلو کې سره ونښلي او له دې امله به خلک زیانمن شي."

د کندهار یو اوسېدونکی چې دی هم د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم او غږ یې راپور کې خپور شي وايي، د سراج‌‌الدین حقاني څرګندونې ښيي چې طالبان د واک او تر خوا یې د خپلمنځي ګټو په سر ټکر ته نږدې شوي دي.

خو دا اختلافات د کوم لامل پر بنسټ دي؟

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم یې په اړه وايي: "طالبان په قدرت مین دي، د واک لیونیان دي او تر خوا یې د واک له لارې د عوایدو د لاس ته راوړو وږي دي، ځکه دوی د قدرت له لارې ډېرې پیسې ګټي. ټولو یې مناسبې چوکۍ اخیستي، داسې طالب نه‌دی پاتې چې بې‌روزګاره وي. تر خوا یې د سراج‌الدین حقاني څرګندونې باید جدي ځکه ونه نیول شي چې دا د دوی سنجول شوي خبرې دي، اوس دوی په سیاست پوه شوي. یوازې نړیوالې ټولنې ته ښيي چې له دوی نا هیلي نه‌شي، ځکه په منځ کې یې داسې کسان شته چې له دې وضعیت خوښ نه‌دي."

طالبانو بیا په ځلونو خپلو لیکو کې اختلاف رد کړی.

د یادونې ده چې له سراج‌الدین حقاني وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي هم د نجونو په زده‌کړو د بندیز په پرېکړې څو ځله نیوکه کړې.

یو شمېر نورو ټیټ پوړو طالبانو هم په ځلونو د طالبانو د مشر له‌خوا د نجونو د زده‌کړو او کار په اړه د سخت دریځو فرمانونو په صادرېدو اندېښنه ښودلې.

XS
SM
MD
LG