د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

نن د ۱۳ طالب چارواکو پر سفرونو د بنديز په اړه د امنيت شورا خپل وروستی دريځ اعلانوي


طالب پلاوی
طالب پلاوی

نن به څرګنده شي چې د ۱۳ طالب چارواکو د بهرنیو سفرونود بندیز د معافیت یا نه معافیت پر سر د امنیت شورا د غړیو ترمنځ اختلاف ته څه حل‌لار موندل کېږي.

امریکا، برېتانیا او فرانسه، چې د امنیت شورا دایمي غړي دي، غواړي چې د طالب مشرانو سفرونه محدود شي.

خو روسیه او چین، چې هغه هم د امنیت شورا دایمي غړيتوب لري، غواړي چې ۱۳ طالب مشران پر قطر سربېره دغو دوو هېوادونو ته هم د سفر اجازه ولري.

متحده‌ ایالاتو وړاندیز کړی چې له ۱۳ تنو طالب چارواکو څخه باید د ۷ تنو نورو په سفر هم بندیز ولګول شي او پاتې ۶ تنو ته د ۹۰ ورځو لپاره یوازې قطر ته د سفر اجازه ورکړل شي.

په ۲۰۱۱ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه تصویب کړي پرېکړه لیک کې د طالبانو ۱۳۵ چارواکي د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړل چې پر اساس یې د هغوی په بهرنیو سفرونو بندیز ولګول شو.

د امنيت شورا د غړو ترمنځ چې د طالبانو د سفر د بنديز په اړه يې د نظر اختلاف رامنځته شوی، نن يې په اړه يوه حل لاره ګوري او پرېکړه کوي.
د امنيت شورا د غړو ترمنځ چې د طالبانو د سفر د بنديز په اړه يې د نظر اختلاف رامنځته شوی، نن يې په اړه يوه حل لاره ګوري او پرېکړه کوي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۰ کې له دې کسانو ۱۵ تنه د دې لپاره چې د سولې خبرې رواني وساتي د هغوی په سفرونو محدویت لېرې کړ.

خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوې میاشتې وړاندې یعنې په جون کې د طالبانو د سفرونو په معافیت کې د شاملو ۱۵ کسانو له نوملړ څخه د دوو کسانو نومونه و ایستل.

په دې کسانو کې د طالبانو د لوړو زده‌‌کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني او د طالبانو د پوهنې وزارت مرستیال سیداحمد شهیدخېل شامل و.

دا دواړه د نجونو د ښوونځیو د بندېدو او د تحصیلاتو په برخه کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د محدویت په راوستو تورن دي.

اوس تمه ده د پاتې ۱۳ تنو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG