د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

امينه محمد: پر افغان نجونو او ښځو د محدوديتونو ليرې کېدو ته هيله‌مندي پيدا شوې


د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد هیله‌منه ده چې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیزونه به یو څه ليرې شي.

امينه محمد له سي‌ان‌ان ټلوېزیون سره مرکه کې چې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې مشره سیما باهوس هم ورسره وه ویلي، د طالبانو خپل‌منځي اختلاف او تر خوا یې د ټولو لوریو فشار ته په کتو احساسوي چې د یو شمېر بندیزونو لېرې کېدل ممکن دي.

امينه محمد پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیزونه هم له اسلام سره ټکر کې بولي او د داسې اقداماتو غوښتونکې ده چې ستونزې حل کړي.

نوموړې وايي: "نو موږ باید پیل وکړو، فشار راولو او هغه اقدام وکړو چې ورته اړتیا ده. دوی مشروعیت او بشري مرستو ته اړتیا لري. موږ باید د ستونزو د پای ته رسولو لپاره هڅو ته دوام ورکړو."

طالبان د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د مرستیالې د نیوکو په اړه ځواب نه‌ وايي، خو وړاندې یې دا د افغانستان داخلي مسایل بللي.

په افغان نجونو او ښځو د طالبانو د بندیزونو ور هاخوا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد ساړه او لوږه هغه دوه لاملونه بولي چې د دې په خبره، د افغان نجونو او ښځو ترمنځ یې ژور خفګان لا پسې زیات کړی دی.

دوی وژړل ویل یې چې دوه، درې ورځې کېږي چې د خپلو ماشومانو لپاره خواړه نه‌لري

له سي‌ان‌ان سره مرکه کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې مشرې سیما باهوس هم دې ټکي ته اشاره وکړه او ویې ویل، په افغانستان کې د ځا‌ن‌وژنې د پېښو ګراف مخ په پورته کېدو او دا پېښې مخ په زیاتېدو دي.

مېرمن باهوس د افغان نجونو او ښځو اوسنی وضعیت دردونکی بولي.

نوموړې وايي: "د غونډې په پیل کې دوی ډېرې پیاوړې وې، موږ یې ستاینه کوو، خو د غونډې په نیمايي کې بل ډول حال و. دوی وژړل ویل یې چې دوه، درې ورځې کېږي چې د خپلو ماشومانو لپاره خواړه نه‌لري. موږ ولیدل چې هلته د ځان‌وژنې د پېښو احتمال زیات دی. یوې مېرمنې وویل، له ډېر ژور خفګان سره مخ ده، ځکه څو ورځې کېږي چې د هیڅ شي د پېرلو توان نه‌لري. دوی ډېرې پياوړي دي، خو دا ډېره دردونکې هم ده."

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې مشره وايي، له افغان نجونو او ښځو سره کتنه کې هغوی له دوی غوښتي چې غواړي بېرته زده‌کړو ته ولاړې شي، کار وکړي او نه‌غواړي چې له ټولنیزو چارو څخه د تل لپاره حذفې شي.

د امينه محمد په مشرۍ د ملګرو ملتونو پلاوی څلور ورځې کابل او کندهار کې و او له طالب چارواکو سره یې په افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو په اړه خبرې وکړې.

که څه هم امينه محمد هیله ښېي چې یو څه بندیزونه به لېرې شي، خو طالبانو لا په دې برخه کې کوم عملي ګام نه‌دی پورته کړی.

له همدې امله د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله له نړیوالې ټولنې غواړي چې باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره متحد شي، څو د دې له قوله، هغه نابرابریو ته د حل لار پیدا کړي چې افغان ښځې او نارینه اغېزمنوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG