د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۶

طالبان: مولوي مهدي مجاهد مو وواژه


له طالبانو جلا شوی هزاره قوماندان مولوي مهدي مجاهد
له طالبانو جلا شوی هزاره قوماندان مولوي مهدي مجاهد

د طالبانو حکومت دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دوی پخوانی ملګری مهدي مجاهد چې اوس‌مهال له دوی سره په جګړه بوخت و، وژلی دی.

مهدي مجاهد د طالبانو په لیکو کې یوازینی هزاره قوماندان و چې په وروستیو کې یې خپله لار له طالبانو جلا کړه.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي ازادي راډیو ته وویل، مولوي مهدي د هرات ولایت اړوند سرحدي سیمه کې چې غوښتل یې ایران ته وتښتي، د دوی عسکرو وژلی.

نوموړي وويل: "پرون ماښام مولوي مهدي هغه کس چې وړاندې یې د سرپل په بلخاب کې بغاوت کړی و او وروسته غرونو ته تښتېدلی و، پرون چې غوښتل یې ایران ته وتښتي، پولې ته نږدې د اسلامي امارت د پوله ساتو له‌خوا ووژل شول."

طالبانو ټولو هغو کسانو ته چې د دوی ضد ټوپک پورته کوي د "بغاوتګر او یاغي" کلمات کاروي.

د مولوي مهدي مجاهد یو ویاند چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې یاد شي، ازادي راډيو ته د مهدي مجاهد وژل تأیید کړل، خو په دې اړه یې نور جزییات ور نه‌کړل.

په دې اعلامیه کې زیاته شوې، له مهدي مجاهد سره یې څو تنه ملګري هم وژل شوي دي، خو کره شمېر یې نه‌دی یاد شوی.

مولوي مهدي مجاهد د ده په خبره، موده وړاندې له طالبانو خپله لاره له طالبانو سره په حکومت د خپل قوم د ونډې په سر د اختلاف په پایله کې بېله کړه.

مولوي مهدي مجاهد واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، د بامیان ولایت د استخباراتو مشر وټاکل شو، خو موده وروسته له دندې ګوښه کړل شو.

په ښکاره د هغې ګوښه کېدل له طالبانو سره د اختلاف سرچینه شوه، تر دې چې په سرپل کې یې د طالبانو ضد وسله‌وال مخالفت پیل کړ.

طالبانو که څه هم لومړیو کې نه منله چې د سرپل په بلخاب کې د دواړو لوریو ترمنځ درنې جګړې شوي، خو وروسته یې ومنله چې هلته یې عملیات کړي او سیمه یې تصفیه کړې.

مولوي مهدي مجاهد وروستيو څو مياشتو کې خپل پلويان راټول کړل او د طالبانو پر ضد يې د سرپل په بلخاب کې جګړې وکړې.
مولوي مهدي مجاهد وروستيو څو مياشتو کې خپل پلويان راټول کړل او د طالبانو پر ضد يې د سرپل په بلخاب کې جګړې وکړې.

د دواړو لوریو ترمنځ جګړو کې د سیمې خلکو ته هم مالي او ځاني زیانونه واوښتل، تر دې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ وویل، له بلخاب ولسوالۍ د خپلسرو وژنو، د اوسېدونکو د بې ځایه کېدو، د ملکیتونو له منځه تللو او له بشري حقونو د نورو سرغړونو د اندېښمنونکو راپورونه ور رسېدلي دي.

همدا ډول د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې یا اوچا وویل، په بلخاب کې د جګړو له امله ۲۷ زره تنه بې‌ځایه شوي دي.

د ازادي راډیو د یو مخکني راپور پر بنسټ چې د مهدي مجاهد د خپلوانو له قوله یې خپور کړی، هغه دیارلس کاله پخوا د طالبانو لیکو سره یو ځای شو تر دې چې خپله بېرته د طالبانو له‌خوا ووژل شو.

XS
SM
MD
LG