د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

ملګري ملتونه: سرپل کې د وروستيو نښتو له امله ۲۷ زره تنه بې ځايه شوي


ارشيف
ارشيف

ملګري ملتونه وايي، د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالي کې د وروستیو نښتو په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۷ زره تنه بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ ویلي چې بلخاب ولسوالۍ ته یې د ۷۵۰ کورنیو لپاره د ضروري وسایلو کاروان لېږلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالي کې د وروستیو نښتو له کبله ۲۷ زره تنه د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي دي.

د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د ځايي سرچینو په قول ویلي چې دوې اوونۍ پخوا په بلخاب ولسوالي کې د طالبانو او د هغوی د ناراضه شوي قوماندان مهدي مجاهد ترمنځ وروسته له دې شخړه وشوه چې نوموړی د بامیان ولایت د استخباراتو له ریاسته لېرې کړای شو.

د اژانس پر اساس، مهدي له ګوښه کېدو وروسته له خپلو وسله والو کسانو سره بلخاب ولسوالۍ ته لاړ او د کابل د اوامرو له منلو یې انکار وکړ.

د طالبانو ناراضه قوماندان مولوي مهدي
د طالبانو ناراضه قوماندان مولوي مهدي

د ده او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې د هڅو له ناکامېدو وروسته طالبانو د ځواکونو یو لوی کاروان بلخاب ته واستاوه.

د طالبانو د کاروان او غرونو ته د بلخاب د لسګونو کورنیو د بې ځایه کېدو ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې.

په دغو ویډیوګانو کې ښځو ادعا کړې چې اولادونه یې وژل شوي، خواړه او درمل نه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر ویلي له خپلو نورو همکارو ټولنو سره په بلخاب ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۰ زره تنو لپاره د خوراکي موادو او نورو ضروري شیانو د برابرولو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ هم پرون پر خپله ټویټرپاڼه وکښل چې د ۷۵۰ کورنیو لپاره بلخاب ته د دوی کاروان رسېدلی دی.

په همدې منځ کې د طالبانو د بامیان امنیه قوماندان مولوي صدیق ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي چې بې ځایه شوي بېرته خپلو کورونو ته تللي دي.

د مهدي مجاهد په اړه ویل کېږي چې د طالبانو په منځ کې یوازینی هزاره قوماندان و.

طالبانو د تېر کال په اګست کې واک ترلاسه کړ او د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د نړیوالو له بیا بیا غوښتنې سره سره یې ټولې چوکۍ د خپلې ډلې د کسانو په منځ کې وېشلې دي.

XS
SM
MD
LG