د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

ملګري ملتونه د طالب مشرانو د سفرونو معافیت د پرېکړې په اړه اختلاف لري


د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۳ طالبانو مشرانو د سفرونو د معافیت د پرېکړې په اړه اختلاف لري.

تمه وه چې د دوشنبې په ورځ امنیت شورا د دې ۱۳ طالب مشرانو د سفرونو د معافیت په اړه خپله وروستۍ پرېکړه وکړي، خو د هغوی ترمنځ وېشلو دریځونو دا پرېکړه ځنډولې.

فرانسې خبري اژانس د یو شمېر ډیپلوماټانو له قوله لیکي، ځینې لویدیځ هېوادونه دې ته لېوال دي چې په دې نوملړ کې کموالی راشي.

خو چین او روسیه بیا بل دریځ لري.

چین چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره‌يي مشري کوي، له روسیې سره یوځای غواړي چې دا ټول ۱۳ طالب مشران د ۹۰ ورځو لپاره اجازه ولري چې د قطر په ګډون د سیمې هېوادونو ته سفرونه وکړي.

د راپورونو پر بنسټ، پرون د جوړجاړي لپاره څو وړاندیزونه رد و بدل شول، خو په پایله کې رد شول.

تمه ده چې په دې اړه بحثونه دوام وکړي، خو د احتمالي پرېکړې تر کېدو هېڅ طالب چارواکی چې د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی، د سفر اجازه نه‌لري.

تېره اوونۍ د امنیت شورا په غونډه کې امریکا وړاندیز وکړ چې دا نوملړ دې شپږ تنو ته را کم شي او په معافیت کې راغلي کسان باید یوازې قطر ته د سفر اجازه ولري.

خو طالبانو وړاندې له دې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه وکړي، خپل دریځ ښودلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو لګول د تعامل مخنیوی ګڼلی او د بدو پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ازادي راډیو وویل: "که بندیزونه ولګېږي او دلیل هم ورته نه‌وي، دا یو ظالمانه اقدام دی. اسلامي امارت په دې اړه خپله خواشیني هم ښيي او دا هم وايي چې د ملګرو ملتونو د سازمان په عنوان داسې کول د دې سازمان حریت او ارادت تر پوښتنې لاندې راولي."

د یو شمېر رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیالان عبدالغني برادر، عبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د دې وزارت مرستیال عباس ستانکزی، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه، د دفاع وزارت مرستیال فاضل مظلوم، د اوبو او برښنا وزارت سرپرست لطیف منصور، د حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب او د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف هغه کسان دي چې اوسمهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د سفرونو د معافیت په نوملړ کې شامل دي.

دا نومونه د ملګرو ملتونو امنیت شورا مخکې په خپله ویبپاڼه خپاره کړي او ویلي د دوی په تور لېست کې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې ۱۳۵ تنه طالب چارواکي شامل دي، خو له دوی یې دا ۱۳ تنه د سولې خبرو او په حکومت کې د اصلاحاتو د راوستو په خاطر د مذاکراتو لپاره له دې نوم‌لړ معاف شوی و.

په ورته وخت کې د بدلون لپاره د افغانستان د ښځو ایتلاف په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د دې طالب مشرانو د سفرونو معافیت تمدید نه‌کړي.

دوی یوه اعلامیه چې پرون یې خپره کړې لیکلي: "سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې د ښځو حقونه به مني او یو ټولګډونه حکومت به جوړوي، خو له دې ژمنو سره سره، بیا هم خپلو سخت‌دریځو کړنو ته دوام ورکړی."

د دې ایتلاف په اعلامیه کې زیاته شوې، طالبانو نه‌یوازې دا چې پر افغان نجونو او ښځو شدید محدودیت وضع کړی، بلکې د دوی د تېرو شلو کلونو لاس‌ته راوړنې یې هم له‌منځه وړې دي.

د طالبانو مشرانو د سفرونو د معافیت نوملړ کې د شمېر د کموالي راوستو په اړه د امریکا او لویدیځو هېوادونو دلیل هم همدا دی، چې پر افغان نجونو او ښځو یې بندیزونه لګولي او تر خوا یې له نړیوالې ټولنې سره په خپلو کړو ژمنو وفا نه‌ده کړې.

XS
SM
MD
LG