د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

پر طالبانو د امريکا تازه بنديزونه؛ طالبان: دا د دواړه لوريو د پرمختګ لپاره خنډ دی


يو شمېر طالب چارواکي
يو شمېر طالب چارواکي

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د دوام په اړه د متحده‌ایالاتو په خپل تازه غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د تازه پرېکړې په غبرګون کې ویلي دي، چې دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په وړاندې خنډونه جوړوي.

د ویزې دغه نور بندیزونه لګوم."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د انتونیو بلېنکن له قوله لیکل شوي: "زه نن دغه اقدام کوم او د طالبانو پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو غړیو، د غیردولتي امنیتي ډلو پر غړیو او نورو هغو کسانو چې ګومان کېږي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مسوول یا په‌کې دخیل دي، د ویزې دغه نور بندیزونه لګوم."

نوموړي ویلي دي، چې دغو محدودیتونو کې پر طالبانو سربېره د غیر دولتي وسله‌والو ډلو غړي او نور هغه اشخاص هم په نښه شوي چې فکر کېږي د محدودوونکو سیاستونو له لارې د افغان نجونو او ښځو د ځپلو مسوول او یا په‌کې ښکېل دي.

ښاغلي بلېنکن ویلي، د طالبانو په دغو ظالمانه اقداماتو کې له پوهنتونونو او په غیردولتي مؤسسو کې له کاره د ښځو د راګرځولو لپاره د هغوی پرېکړې هم شاملې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، واشنګټن به له خپلو متحدینو سره په همغږۍ کار ته دوام ورکړي ترڅو د ده په خبره طالبانو ته څرګنده کړي چې د دوی کړنې به د پام وړ تاوان ولري او له نړیوالې ټولنې سره به یې د اړیکو د ښه کېدو مخه ډب کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر، انتونيو بلېنکن په یو جلا ټویت کې لیکلي چې، دا ګام یې د دې لپاره پورته کړی ترڅو د هغو طالب مشرانو ترمنځ حساب ورکونه پراخه شي چې پوهنتون ته له تلو او په انجیوګانو کې د ښځو د کار د مخنیوي تر شا دي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د متحده‌ایالاتو دا پرېکړه غندل شوې او دا یې د دواړو لوریو ترمنځ په اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ بللی دی.

"اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په توګه د خپلو خلکو ټولو هغو حقونو ته ژمن دی

د دې وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل ازادي راډيو ته وویل، دوی د یو مسوول حکومت په توګه د خپلو خلکو ټولو حقونو ته ژمن دي.

نوموړي وويل: "اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په توګه د خپلو خلکو ټولو هغو حقونو ته ژمن دی چې د اسلام مبارک دین، افغان منل شویو دودونو او د وخت اړتیاوې يې ایجابوي. د بهرنیو چارو وزارت غواړي متحده ایالتونو ته وریاده کړي، چې د افغانستان حکومت د ټولو مالي او بانکي بندیزونو سره سره هڅه کوي چې خپلو خلکو ته د مرفه ژوند شرایط برابر کړي."

احمد ضيا تکل
احمد ضيا تکل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې، امریکا دې د دوحې هوکړې ته ژمنه پاتې شي او دوی اماده دي چې د ستونزو د حل لپاره له متحده‌ایالتونو سره پر ټولو د اختلاف وړ مسایلو بحث وکړي.

په ورته وخت کې د افغان مېرمنو د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټویټ کې لیکلي، د دوی پیغام واضح او ښکاره دی، پر افغان ښځو او نجونو هر ډول محدودیت او پخوانیو پالیسیو ته بېرته ستنېدل، د ۱۹۹۰ کلونو په څېر خپلو نړیوالو هدفونو ته د طالبانو د ورنږدې کېدو واټن لا پسې اوږدوي.

دا په داسې حال کې ده چې متحده‌ایالاتو د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال په اکتوبر میاشت کې هم په افغانستان کې پر ښځو د فشارونو په خاطر د طالبانو پر یو شمېر مشرانو د سفر کولو ورته بندیزونه اعلان کړي.

د طالبانو په لسګونه مشران د امریکا د متحده‌ایالتونو او د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په فهرستونو کې هم شامل دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، پر ښځو او نجونو یې سخت محدودیتونه لګولي دي.

ډېرې ښځې یې له کوره بهر له کارونو منع کړي او هم یې نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونونو پورې له زده‌کړو بې برخې کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG