د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

امریکا د ټولو افغانانو لپاره د مساوي او خنډ پرته زده کړو د لاسرسي غوښتنه وکړه


ارشیف: په افغانستان کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف: په افغانستان کې د نجونو یو ښوونځی

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د زده کړو او کار د بندیز د پای ته رسېدو د غوښتنو په دوام، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن د ټولو افغانانو لپاره باکیفیته زده کړو ته د مساوي او له خنډ پرته لاسرسي غوښتنه کړې.

د کابل اوسېدونکې خاطره وايي، د ښوونځيو له بندېدو وروسته یې د ژوند لپاره موثبتې هیلې په ناهیلیو بدلې شوي.

دا چې د زده کړو له حقه تر محرومېدو وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ازادي راډيو ته یې وویل: "ټولې هڅې مو چې کړې وې او ستونزې مو ګاللې وې پایله یې صفر شوه. موږ ټول ډېر زیات نا هیلي شوي یوو، روحیه مو له لاسه ورکړې ده. د ښوونځيو او پوهنتونونو له بندېدو وروسته له روحي ستونزو سره مخ شوي یوو."

دا د طالبانو له حکومته غواړي چې نجونې زده کړو او تحصیل ته پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان نجونو لپاره د زده کړو او کار د حق غوښتنو په دوام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټر لیکلي چې نن ټوله نړۍ د هغو افغان ښځو او نجونو په درناوي د زده کړې نړیواله ورځ په رسمیت پېژني چې د طالبانو له خوا په سیستماتیک ډول له دغه بشري حق محرومې شوې دي.

انټونیو بلېنکن ویلي: "موږ ستاسې تر څنګ ولاړ یو او د ټولو افغانانو لپاره باکیفیته زده کړو ته د مساوي او له خنډ پرته لاسرسي غوښتنه کوو."

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس په خپل ټویټر د زده کړو او کار په برخه کې په افغان ښځو د طالبانو بندیز غندلی او له طالبانو یې غوښتي چې ښوونځي پرانېزي او له افغانانو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د افغان مېرمنو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري بیا ویلي چې د زده کړو په نړیواله ورځ د افغان نجونو د زده کړو فکر کوي او له طالبانو غواړي چې دا غیرموجه بندیزونه پای ته ورسوي.

د افغان مېرمنو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان مېرمنو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

اغلې امیري، ویلي د دغه ډول ناکامو تجربو او بې معنی سیاست د پای ته رسېدو لپاره باید ټول افغانان هڅه وکړي.

افغان نجونې بیا له ملګرو ملتونو غواړي چې د طالبانو پر وړاندې عملي اقدامات وکړي.

له زده کړو راګرځول شوې یوه افغان نجلۍ چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "زموږ په غندونو څه نه کېږي باید عملي اقدامات تر سره شي او پر طالبانو بندیزونه زیاد شي. هغه هېوادونه چې له طالبانو ملاتړ کوي باید پر هغوی هم بندیز او فشارونه راوړل شي. هغه مرستې چې له طالبانو سره ترسره کېږي باید پرې بندې شي، فشارونه او بندیزونه باید ډېر او عملي ګامونه واخیستل شي."

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نړیوالو بنسټونو او چارواکو تېره ورځ د جنورۍ په ۲۴مه د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان نجونو د زده کړو د حق لپاره غږ پورته کړ.

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې پر دوی د پوهنتون دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې پر دوی د پوهنتون دروازې وتړلې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش د طالبانو له لوري د انجونو پر زده کړو بندیزونه یو ظالمانه کړنه بللې او د دې پرېکړې د بېرته اخيستلو غوښتنه يې کړې ده.

د ملګرو ملتونو اړوند د یونسکو سازمان چې سږ کال یې د زده کړو نړیواله ورځ افغان نجونو او ښځو زده کړو ته ځانګړې کړې، له ټولو په دې برخه کې د غږ د پورته کولو غوښتنه وکړه.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګسټ میاشت کې پر افغانستان د بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړه او د ۲۰۲۲ میلادي کال په پای کې يې پوهنتونونو ته هم د دوی پر تګ بندیز ولګاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG