د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

هند کې د افغانستان سفارت: د فارغو شویو افغان پوځیانو ستونزو ته حل لاره لټول کېږي


هند کې له پوځي اکاډمۍ د افغان پوځيانو د فراغت مراسمو یو انځور
هند کې له پوځي اکاډمۍ د افغان پوځيانو د فراغت مراسمو یو انځور

په هند کې د افغانستان سفارت وايي، ناستې او بحثونه روان دي څو د هند له دولت سره په ګډه په هغه هېواد کې د فارغو شویو افغان پوځي محصلانو ستونزو ته د رسېدنې بنسټیزې لارې پیدا کړي.

د هند له پوځي اکاډمې څخه فارغ شوی یو افغان محصل چې اوس د خپلې تحصیلي رشتې خلاف په ملکي زده کړو بوخت دی نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل، په افغانستان کې شل کلنۍ جګړو او ناامنۍ دې ته اړ کړ چې پوځي زده کړې وکړي څو له خپل هېواد او ارزښتونو یې دفاع وکړي، خو په خبره یې دا ارمان یې پوره نه شو او اوس په بل وطن کې د بې برخلیکه ژوند شپې ورځې تېروي.

هغه وویل: "د ټرېنېنګ په بهیر کې او د افغانستان د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته، د هند او امریکا حکومت مونږ سره ژمنه کړې وه چې مونږ سره به لازمې مرستې وکړي. د هند حکومت ویلي و چې له فراغت وروسته به د نورو زده کړو زمینه برابروي چې له بده مرغه داسې ونه شول. مونږ په ډېر بد حالت کې وو او زمونږ کورنۍ هم په افغانستان کې له ډېر بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي. د کار زمینه نه شته او هغه څه لپاره چې راغلي وو او زده کړې مو کړي وې، هغه ته ونه رسېدو او اوس په داسې لار روان یو چې پایله یې نه ده معلومه."

نوموړی وايي، چې په هند کې یې، اتلس میاشتې يې په پوځي برخه کې زده کړې کړې دي.

په هند کې له پوځي برخې فارغ شوي افغان محصلان ادعا کوي وايي، سفارت دوی ته ویلي، د هند دولت پرته له دې چې دوی ته افغانستان ته د تګ ټکېټ واخلي، بله کومه مرسته ورسره نه شي کولای.

خو په هند کې د افغانستان سفارت مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په لیکنې بڼه ویلي: " د پوځي محصلینو له استازو سره په دومدار ډول تماس کې یو. د لومړي پړاو د اړتیا وړ اقدمات شوي دي لا هم ناستې او بحثونه ورسره لرو تر څو د هند له دولت سره په ګډه د دوی ستونزو ته اساسي او بنیادي لاره پیدا کړو."

په هند کې د افغانستان سفارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر بنسټ چې ازادي راډیو سره یې شریک کړي، په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو مخکې د هند په پوځي پوهنتونونو او اکاډمیو کې ۱۷۰ تنه د ملي اردو افسران، بریدمنان او محصلان په زده کړو بوخت وو چې ۱۱۷ تنه یې اوس هم په هند کې په ملکي او پوځي زده کړو بوخت دي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، ۱۸ تنه محصلان چې د زده کړې شرایط یې پوره کړل، د هند د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي اړیکو شورا یا آی سي سي آر په بورسونه کې د ملکي زده کړو د دوام په موخه ومنل شول او د ۲۰۲۲ کال د نوامبر له میاشتې را په دې خوا خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

هند کې له پوځي اکاډمۍ د افغان پوځيانو د فراغت مراسم
هند کې له پوځي اکاډمۍ د افغان پوځيانو د فراغت مراسم

په هند کې د افغانستان سفارت وايي چې د هند حکومت په خاصو شرایطو کې د پوځي محصلانو له پاره حمایوي میکانیزم تاییدوي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي او ځانګړې توګه یې د دوی روغتیایي اړتیاوو ته رسېدنه او پاملرنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تورن عبیدالله ظاهر په نوم یو افسر چې په هند کې یې پوځي زده کړې تمامې کړې وې، همدا تېره اوونۍ د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

د یاد تورن یو ملګري چې د موضوع حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته يې په یوه لیکلي پیغام کي وویل: "درې میاشتې وړاندې عبیدالله 'ظاهر' ناروغ شو، خپلې ټولې پیسې یې پرې ولګولې، کله چې یې نور ملګري یې خبر شول هغه یې صفدر جنګ دولتي روغتون ته یوړ، د هغه ملګرو د افغانستان سفارت له نظامي اتشې څخه وغوښتل چې د هند په پوځي روغتون کې یې درملنه وشي چې له ډېر ټينګار وروسته نوموړی پوځي روغتون ته ولېږدول شو. د ډاکترانو له هڅو سره سره یوه اونۍ وروسته وفات شو ځکه هغه د سرطان په ناروغۍ اخته و او نور ډېر ځنډ و. د پوځي محصلانو په مرسته چې په هند کې وو، تکفین او جنازه یې افغانستان ته ولېږل شوه."

په هند کې د افغانستان سفارت هم ازادي راډیو ته د نوموړي مړینه تاییدوي وايي، له لومړۍ ورځې د عبیدالله ظاهر د ناروغۍ په جریان کې و، د هند په پرمختللي دولتي او نظامي روغتونونو کې د هند د حکومت په همکارۍ تر درملنې لاندې و، خو دا چې سرطان یې وده کړې وه د درملنې پر مهال وفات شو.

په هند کې د افغانستان سفارت دا هم وايي، چې د نوموړي د جنازې د انتقال بهیر او مراسم د سفارت لخوا تر سره شول او جنازه یې خپل وطن ته ولېږدول شوه.

د یادونې ده، په هند د افغان پوځي محصلانو له ډلې چې زده کړې یې په هغه هېواد کې پای ته رسولې دي، د سفارت په خبره ۵۳ تنه یې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالبانو مخکې ویلي و چې له دغه پوځیانو به دندې ورکړي او ګته به ترې واخلي.

د ازادي راډیو خبریال په دې اړه د طالبانو حکومت د دفاع وزارت له ویاند عنایت الله خوارزمي څخه وپوښتل خو هغه پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

افغانستان ته له ستنو شویو محصلانو سره مو هم د خبرو هڅه وکړه، خو دوی امنیتي ستونزو له امله د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

په هند کې له پوځي زده کړو فارغ شوي افغان محصلان داسې مهال ستونزې پر ځان منلي او خپل هېواد ته ستنېدنه د ځان لپاره ګواښ بولي چې نیویارک ټایمز د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۱۲مه راپور ورکړی و چې د یوې څېړنې له مخې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د پخواني حکومت ۵۰۰ پوځي افسران وژلي او یا یې لادرکه کړي، هغه څه چې طالبانو رد کړل.

XS
SM
MD
LG