د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

اکانومېک ټایمز: افغانستان کې د هند رول د امریکا له نظره!


ارشیف، د افغانستان امریکا او هند ګډ بیرغونه
ارشیف، د افغانستان امریکا او هند ګډ بیرغونه
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له افغانستانه د وتونکو امریکايي پوځیانو د ملاتړ لپاره له لوېدیځ پسفیک څخه د امریکا د الوتک وړونکې 'یو. اېس. اېس. رونالډ رېګن' بېړۍ پر لېږلو لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې د لیکوال هینري اولسن په باور، د یوې الوتک وړونکې بېړۍ لېږل عموماً لوی خبر نه وي، خو په دې مورد کې د امریکا د پوځ چمتووالی ښيي او دا سم اقدام دی.

یو ایس ایس رونالډ رېګن الوتکوړونکې بېړۍ به له شمالي اطلس سمندر څخه په داسې حال کې ولېږدي چې الوتکې به په کې بار نه وي.

  • اکانومېک ټایمز

اکانومېک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د هند پر رول او د امریکا له نظره د هند د رول پر اهمیت لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر په قول لیکلي چې امریکا باور لري چې د افغانستان د راتلونکې په اړه په خبرو کې د هند رول مهم دی.

جې شنکر چې امریکا ته په رسمي سفر تللی دی، په داسې حال کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، دفاع وزیر لوېډ اسټن او د ملي امنیت له سلاکار جېک سولیوان سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړي چې امریکايي پوځیان له دې هېواده په وتلو دي.

ده ویلي، له یادو امریکايي چارواکو سره یې د دې لپاره کتلي چې د افغانستان مساله د دوی لپاره مهمه او د ډېرې اندېښنې وړ ده.

ده دا هم ویلي چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته احتمالي وضعیت د ټولې سیمې لپاره اهمیت لري.

جې شنکر خبریالانو ته ویلي چې له ټولو امریکايي چارواکو سره چې تر اوسه ده ورسره کتلي، د افغانستان په اړه غږېدلی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له امریکايي چارواکو سره یې په دې خبرې کړي چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به په افغانستان کې څه پېښ شي یا څه باید پېښ شي او څه پېښ نه شي؟

ځیني افغان چارواکي وايي چې پاکستان غواړي، هند په افغانستان کې هېڅ ډول رول ونه لري. ځیني نور وايي چې پاکستان غواړي چې افغانستان له هند سره په خورا ټیټه کچه اړیکې ولري.

پاکستان پخوا په افغانستان کې د هند پر رول اندېښنه ښوولې او ان ادعا یې کړې چې هند د افغانستان له لوري په پاکستان کې د لاسوهنې هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG