د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

ټام وېسټ له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي


د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ
د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ د سفر دوام.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی وايي، په پاکستان کې یې د دوه ورځني سفر پر مهال د هغه هېواد له لوی درستیز، جنرال سید عاصم منیر، د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان او د بهرنیو چارو وزارت له معین، اسد مجید خان سره پر افغانستان او نورو مسایلو خبرې وکړې.

ټام وېست تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي، چې په دغو کتنو کې یې پر ټروریزم، امنیتي وضعیت، د نړیوال اتحاد پر اړتیا او د طالبانو د هغو فرمانونو پر خطرناکو عواقبو خبرې وکړې چې له مخې یې حیاتي مرستو ته د ملیونونو افغانان لاس‌رسی او تعلیم اغېزمن شوی دی.

د طالبانو اقتصاد وزارت د مرغومي یا جدي پر درېیمه د یوه مکتوب په صادرولو سره په غیردولتي موسسو کې د ښځو او نجونو کار منع اعلان کړ.

تر دې اعلان وروسته په لسګونو غیردولتي مؤسسو په افغانستان کې یا د خپلو فعالیتونو یوه برخه یا هم ټول فعالیتونه ودرول.

له دې وړاندې د لیندۍ/قوس پر ۲۹مه د طالبانو لوړو زده کړو وزارت په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو تحصیل هم منع اعلان کړ.

ټام وېست لیکلي، چې زړورو افغان مېرمنو سره یې هم کتلي او د دوی انتقادي غوښتنې او نظریات یې هم اورېدلي دي.

يو شمېر افغان معترضې مېرمنې، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان معترضې مېرمنې، انځور - ارشيف

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان هم په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ټام وېست تر څنګ یې پرون سې‌شنبه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره هم کتلي دي.

محمد صادق ویلي، چې دوی د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان خلکو ته د بشري ملاتړ لپاره پر خپل لیدلوري بحث وکړ.

د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي ټام وېست خپل سفر تېره یکشنبه پیل کړی او تر راروانې شنبې پورې به له پاکستان وروسته جرمني او سویس ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره دوشنبه په خپله اعلامیه کې ویلي وو، د کابل لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی به له شریکانو سره پر یوه سیمه‌ییز او نړیوال اقدام کار وکړي، چې د حیاتي مرستو د ترلاسه کولو او د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې ګډ دریځ څرګند شي.

که څه هم تېره میلادي میاشت افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي دوو مرستیالانو امینې محمد او مارټین ګریفیټس د دې سازمان د هیئتونو په مشرۍ سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې خبرې وکړې، خو داسې ښکاري چې دوی پر کومه موافقه بریالي نه‌شول.

ملګري ملتونه او نورې ادارې غواړي طالبان وهڅوي خپل هغه فرمانونه بېرته واخلي چې له‌مخې یې ښځې او نجونې په غیردولتي مؤسسو کې له کاره منع شوي او د نجونو پر تعلیم یا هم تحصیل یې بندیز لګولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG