د رسنیو ځینې څارونکې ادارې وايي، په افغانستان کې پر خصوصي رسنیو ورځ تر بلې فشارونه او محدودیتونه په زیاتېدو دي.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته په لسګونو رسنۍ وتړل شوې او په زرګونو کارکوونکي یې بې دندې شول.
طالبانو تېره اوونۍ په افغانستان کې د ازادۍ راډیو او امریکا غږ اشنا راډیو پر اف ایم او اې ام څپو پر نشراتو بندیز ولګاوه.
زموږ همکار په افغانستان کې د سارک خبریالانو د ټولنې له مشر ګل محمد ګران څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، په وروستیو کې پر رسنیو فشارونه څومره زیات شوي دي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: