د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

افغانستان د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف له غړیتوب وویستل شو


ارشیف: په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال د افغان خبریالانو یو انځور
ارشیف: په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال د افغان خبریالانو یو انځور

افغانستان د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف له غړیتوب وویستل شو.

د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف "Media Freedom Coalition" پرون اعلان وکړ چې په دې ایتلاف کې یې د افغانستان غړیتوب له‌منځه وړی.

د دې ایتلاف په اعلامیه کې لیکل شوي، کاناډا او هالنډ چې د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف ریاست ور تر غاړې دی، له دې امله چې افغانستان نور د دې ایتلاف اغېزمن ملګری نه‌دی او تر خوا یې اوسمهال په دې هېواد کې د رسنیو ازادي د نړیوالې ټولنې له ژمنو سره برابره نه‌ده، دا پرېکړه کوي.

د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف وايي، دا پرېکړه یې د غړو هېوادونو سره په مشوره او د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف د شرایطو سره سمه کړې.

اعلامیه زیاتوي: "طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د رسنیو په ازادۍ جدي محدودیتونه وضع کړي چې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو خوندیتوب او هوساینې ته یې ګواښ پېښ کړی دی."

د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف وايي، د خبریالانو پرلپسې ځورونې، بریدونه او توقیف او له رسنیو څخه د ښځو ایستل د دې لامل شوي چې د رسنیو خپلواکي په چټکۍ سره زیانمنه شي او د خبریالانو ژوند ورځ په ورځ له خطر سره مخ شي.

ارشیف: د طالبانو په توقیف کې د یوه خبریال د ربړونې انځور
ارشیف: د طالبانو په توقیف کې د یوه خبریال د ربړونې انځور

افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د مخکني جمهور رییس محمد اشرف غني په واکمنۍ کې هغه مهال د دې ایتلاف غړی شو چې د رسنیو د ازادۍ نړیوالو تعهداتو ته یې ژمنتیا وښوده.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف د دې پرېکړې په غبرګون کې وايي، په افغانستان کې رسنۍ ازادي دي او هېڅ ډول محدویت پرې نه‌ده وضع شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد وویل: "دا چې ځینې نړیوالې ادارې چې په هره موخه په تېر کې جوړې شوې وې، او اوس د افغانستان عضویت له‌منځه وړي، دې‌ته هېڅ دلیل نه‌لري. نه دلته د رسنیو پر وړاندې کومه بده پېښه او بد اقدام شوی دی، برعکس همکاري ورسره شوې او لا هم ورسره همکاري کېږي."

خو د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف بیا وايي، په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت له نږدې څاري.

هاخوا د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه خبرپاڼه کې د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف اندېښنې پر ځای بولي او زیاتوي، د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال کې دخبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د وژنو، ټپي کېدو، تاوتریخوالي او ګواښ لږ تر لږه ۲۴۵ پېښې ثبت شوي دي.

د دې مرکز له قوله، همدا ډول طالبانو په خپلسري ډول ۱۳۰ تنه خبریالان نیولي چې ورسره تاوتریخوالی شوی او یا هم ګواښل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غواړي چې د ټولیزو رسنیو قانون ومني او د همدې قانون پر بنسټ، له رسنیو او خبریالانو سره چلند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په 'رادیو او تلوېزیون کې د ښځو ټولنې' د یوې سروې پایله چې پرون خپره شوه ښيي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د راپور ورکولو پر مهال خبریالان له ډېرو محدودیتونو سره مخ شوي دي.

دې ټولنې په کابل، کندهار، بامیان، بدخشان او بلخ کې له ۳۰۸ تنو ښځینه خبریالانو ټولپوښتنه کړې چې له ډلې یې ۸۰ سلنه ځواب ویوونکو ویلي، خبریالان د راپور ورکولو پر مهال له محدودیتونو سره مخ دي، ۴۵ سلنه وایي، چارو کې یې دولتي لاسوهنه زیاته شوې، ۳۵ سلنه نورو وضعیت خراب توصیف کړی او ۴۶ سلنه یې ویلي، طالب چارواکي او ویاندویان ښځینه خبریالانو ته ځواب نه وايي.

په رادیو تلوېزیون کې د ښځو ټولنې په خپله سروې کې دا هم موندلې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، ۶۷ سلنه ښځینه کارکوونکي بې‌دندو شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG