د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

د ازادي راډيو او امريکا غږ اشنا راډيو د اف‌ام خپرونو پر بنديز د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تبصره


د ازادې اروپا / ازادي راډيو لوګو
د ازادې اروپا / ازادي راډيو لوګو

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه:

  • واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو له لوري د ازادي راډیو او امریکا غږ د اف ایم او اې ایم څپو د بندولو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، طالبانو ویلي چې دې راډیوګانو د رسنیو د قانون سرغړونې کړي او ژورنالستیک اصول یې په پام کې نه‌دي نیولي او یو اړخیزې خپرونې یې کولې.

امریکا غږ او ازادي رادیو له تېرو څه باندې شلو کلونو راهیسې د افغانستان د ۱۵ ولایتونو په مرکزونو کې په اف ام او همدا راز د ټول افغانستان لپاره پر اې ایم خپرونې کولې.

خو د طالبانو له لوري د دغو څپو له بندېدو وروسته اوس ازادي راډیو په لنډو څپو خپرونو ته دوام ورکوي.

د واشنکټن پوسټ ورځپاڼې د مالوماتو پر اساس، راډیو لا هم په افغانستان کې، چې میلیونونه وګړي یې نالوستي دي او په کلیو کې اوسي، د معلوماتو او خبرونو د ترلاسه کولو تر ټولو مهمه وسیله ده.

ورځپاڼې د امریکا د نړیوالو نشریاتو د ادارې د اجرايي رئیسې او نورو چارواکو غبرګون ته هم اشاره کړې چې ویلي یې دي: "د افغانستان خلک حق لري چې پر ټولو حقایقو منجمله هغو معلوماتو چې طالبان هیله لري د مطبوعاتو پر ازادۍ په دې ډول ښکاره برید یې سانسور کړي، پوی شي."

اماندا بینیټ همداراز ویلي چې له دې پرېکړې ښکاري چې طالبان د بې سانسوره معلوماتو له ترلاسه کولو افغانان راګرځوي.

د ازادې اروپا / ازادي راډیو عمومي رئیس جیمي فلای هم ویلي: "ازادي راډیو به خپل ایدیټوریال اصول د طالبانو د غوښتنو مطابق بدل نه‌کړي. د تجربې له‌مخې پوهیږي چې د ازادي اورېدونکي د دې راډیو د موندلو لپاره ډېرې هڅې کوي. د حقیقت مخه څوک په بشپړه توګه نه‌شي نیولی."

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته سلګونه رسنۍ یا د فشار او سانسور له کبله او یا د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي او سلګونه خبریالان بهر ته مهاجر شوي دي.

فیننشل ټایمز ورځپاڼه:

  • فیننشل ټایمز ورځپاڼې د میدانښار د پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري پورترېت خپور کړی او د هغې په اړه یې یوه مفصله لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په پیل کې د طالبانو هغې هڅې ته اشاره شوې چې د ۲۰۲۰ په مارچ کې د ظریفې غفاري د وژنې لپاره وشوه.

په تېرو کلونو کې د ظریفې غفاري د وژلو څو هڅې وشوې او په یوه برید کې یې پلار ووژل شو.

فیننشل ټایمز له کابله تر میدان وردګ پورې د هغو خطرونو یادونه کړې چې اغلې غفاري به د ښاروالې په توګه خپل کار ته د تګ په لاره کې ورسره مخامخ وه.

په دې لیکنه کې د هغو حملو جزییات د اغلې غفاري په قول اخیستل شوي چې د ښاروالۍ په مهال پر دې شوي.

اغلې غفاري د هغو ناخوالو یادونه هم کړې چې په افغاني ټولنه او خپله کورنۍ کې ښځې ورسره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG