د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

امريکا پر طالبانو نوي بنديزونه ولګول


يو شمېر طالب چارواکي، انځور - ارشيف
يو شمېر طالب چارواکي، انځور - ارشيف

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړې او کار د بندیزونو په غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل.

بلېنکن پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل: "زه نن دغه اقدام کوم او د طالبانو پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو غړیو، د غیردولتي امنیتي ډلو پر غړیو او نورو هغو کسانو چې ګومان کېږي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مسول یا په‌کې دخیل دي، د ویزې دغه نور بندیزونه لګوم."

بلېنکن زیاته کړه د طالبانو په دغو ظالمانه اقداماتو کې له پوهنتونونو او په غیردولتي مؤسسو کې له کاره د ښځو د راګرځولو لپاره د هغوی پرېکړې هم شاملې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې، واشنګټن به له خپلو متحدو هېوادونو سره په همغږۍ کارته دوام ورکړي ترڅو د ده په خبره طالبانو ته څرګنده کړي چې د دوی کړنې به د پام وړ تاوان ولري او له نړیوالې ټولنې سره به یې د اړیکو د ښه کېدو مخه ډب کړي.

انتوني بلېنکن
انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تېر۲۰۲۲ کال په اوکتوبر میاشت کې هم په افغانستان کې پر ښځو د فشارونو په خاطر د طالبانو پر یو شمېر مشرانو د سفر کولو ورته بندیزونه اعلان کړي وو.

د تېر کال اوکتوبر کې له بنديزونو وروسته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې ویلي و، چې دغه اقدامات به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پرمختګ خنډ وګرځي.

د طالبانو په لسګونه مشران د امریکا د متحدو ایالتونو او د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په فهرستونو کې شامل دي.

د طالبانو سرپرست حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د دغو نویو بندیزونو د اعلان په وړاندې سمدستي غبرګون نه‌دی ښودلی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، پر ښځو او نجونو یې سخت محدودیتونه لګولي دي.

ډېرې ښځې یې له کوره بهر له کارونو منع کړي او هم یې نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونونو پورې له زده‌کړو بې برخې کړي دي.

XS
SM
MD
LG