ملګرو ملتونو سازمان د جمعې په ورځ ناوخته یو ځل بیا په دې سازمان کې د افغانستان د استازولۍ چوکۍ طالبانو ته و نه سپارله.
د افغانستان ترڅنګ، میانمار او د لیبیا په ختیځ کې د یوه مخالف حکومت لهخوا د ور استول شویو استازو د منلو غوښتنې هم و نه منل شوې.
واشنګټن پوسټ په ملګرو ملتونو کې د ګیانا د استازې او د اعتبار د کمېټې مشرې کارولین روډریګز برګیټ له قوله لیکي: "دې کمېټې پرېکړه کړې چې د افغانستان، میانمار او لیبا د استازو اړوند د باورلیکونو په اړه خپله پرېکړه وځنډوي."
"دې کمېټې پرېکړه کړې چې د افغانستان، میانمار او لیبا د استازو اړوند د باورلیکونو په اړه خپله پرېکړه وځنډوي."
راپور زیاتوي،د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې ۱۹۳هېوادونو دا پرېکړه تایید کړې ده.
په دې اړه د ملګرو ملتونو سازمان بله پرېکړه به د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر یعنې ۹ میاشتې وروسته وشي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان اوسني سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق د دې پرېکړې وروسته ازادي راډیو ته وویل، هغه به په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د استازي په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
د فایق په خبره، دا چې تر اوسه د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت نهدی پېژندل شوی، د ملګرو ملتونو سازمان لهخوا یې د استازي منل به سخت کار کوي.
هاخوا د سیاسي چارو شنونکی عمر صمد وايي، په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د اوسني استازي حضور اغېزمن دی او کولای شي چې له دې فرصت د افغانستان د ستونزو د حل په برخه کې ګټه واخلي.
"په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سرپرست دایمي استازي دنده ګټه لري
نوموړی وايي: "په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سرپرست دایمي استازي دنده ګټه لري، ځکه افغانستان اوس هم د دې سازمان غړی دی، داسې مهال چې مشروع دولت یا حکومت نهلري. هغه څوک هلته استازی دی، کولای شي چې له امکاناتو یې په ګټې خپل نظر او وړاندیز ملګري ملتونو سازمان ته وړاندې کړي."
ملګرو ملتونو سازمان له دې وړاندې هم د طالبانو هغه غوښتنه ځنډولې وه چې په دې سازمان کې یې د افغانستان د څوکۍ د اخستو لپاره کړې وه.
که څه هم طالبانو تازه په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نهکړې، خو وړاندې د دوی لهخوا د ملګرو ملتونو سازمان کې د استازي په توګه معرفي شوي سهیل شاهین دا چوکۍ د دوی حق بللی و.
خو په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان اوسنی سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، طالبان باید د دې څوکۍ د لاسته راوړلو لپاره لومړی د افغانانو د بنسټیزونو حقونو په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي، د افغان نجونو، ښځو او نورو حقونو ته احترام وکړي او پر دوی لګول شوي محدویتونونه او بندیزونه پای ته ورسوي.
که څه هم طالبان وايي، دوی په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دي، خو تېره ۱۶میاشتنۍ واکمنۍ کې یې پر افغان نجونو او ښځو بېلابېل محدودیتونه لګولي دي.