د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

طالبانو ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی و؛ جرمني یې مخالفت وکړ


د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ

جرمني ملګرو ملتونو ته د طالبانو له لیک سره ښکاره مخالفت وکړ.

طالبانو په یوه لیک چې د سېپتمبر په شلمه یعنې یوه ورځ مخکې تر دې چې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډه پیل شي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش ته استولی دی، په دې لیک کې یې غوښتي دي چې د دوی استازی دې د ملګرو ملتونو په بحثونو کې برخه واخلي او د ملګروملتونو په روانه عمومي غونډه کې دې د طالبانو استازی د افغانستان له لوري وینا وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان د نویو واکمنانو حضور بې هدفه دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پرون په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې طالبان دې هغه غوښتنې پرځای کړي چې نړیواله ټولنه یې له دوی څخه لري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

ښاغلي ماس زیاته کړه: "زه فکر نه کوم چې د دوی حضور به په ملګرو ملتونو کې ګټور وي. مهمې غوښتنې دا دي چې موږ یې له طالبانو د بشري حقونو په برخه کې کوو چې رعایت یې کړي. په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، د یوه ټول شموله حکومت جوړېدل او همدا راز حقیقت دا دی چې دوی باید ښکاره له ترورستي ډلو فاصله ولري، رښتونې فاصله یوازې په الفاظو نه وي."

طالبانو د اګسټ په پنځلسمه کابل ونیو او دوی اوس پر ټول افغانستان واکمنان دي تر اوسه نړیوالې ټولنې د ملا محمد حسن اخند په مشرۍ سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ملګروملتونو سکرتریت بیا هم د دوی لیک د ارزونې کمېټې ته د غور لپاره استولی دی.

د امریکا متحد ایالاتونه د ملګرو ملتونو د ارزونې د کمېټې غړیتوب لري.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت جګپوړیو چارواکو ویلي دي چې دوی د طالبانو له دې غوښتنې خبر دي، خو وار له مخه نه شي ویلی چې د ارزونې کمېټه به د دې لیک په اړه څه پرېکړه کوي؟

ملګرو ملتونو ته د طالبانو په لیک کې راغلي دي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له واکه لېرې شوی دی، نړیوال نور د هغه حکومت په رسمیت نه پېژني نو په ملګرو ملتونو کې غلام اسحاقزی نور د افغانستان استازیتوب نه شي کولی.

بل لور ته د سېپټمبر په پنځلسمه د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د ښاغلي اسحاقزي له لوري د یوه پلاوي لېست رسیدلی دی چې د ملګرو ملتونو په شپږ اویایمه عمومي غونډه کې د افغانستان په استازیتوب برخه واخلي.

افغانستان ته د وینا لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په وروستۍ ورځ یعنې د دوشنبې په ورځ وخت ورکړل شوی دی.

تر اوسه دا څرګنده نه ده چې کوم استازی به دا وینا کوي؟ د اشرف غني په مشرۍ د حکومت استازی که د طالبانو استازی.

XS
SM
MD
LG