د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

واشنګټن پوسټ: طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته د تصفیې کمپاین پیل کړی


د طالبانو وسله وال غړي
د طالبانو وسله وال غړي

انډپنډنټ:

د بریتانیا چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې په دې باب لیکنه خپره کړې چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز ګڼو کسانو ته د بشري مرستو رسول له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د مقالې لیکوال وايي، دغه بندیز دا معنی لري چې افغان ښځې او ماشومان له ژوندژغورونکو مرستو بې برخې کېږي، هغه هم په داسې وضعیت کې چې د لوږې بحران په بېساري ډول زیات شوی دی.

طالبانو پر نجونو او ښځو د فشارونو پر دوام د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پر ۲۰مه، په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر لوړو زده کړو بندیز ولګاوه، وروسته یې د ډسمبر پر ۲۴مه په نادولتي ادارو کې د ښځو کار هم منع اعلان کړ.

د انډپنډنټ ورځپاڼې په لیکنه، ښځو اوس ویلي چې له بشري مرستو بې برخې شوي، ځکه دغه مرستې د نادولتي موسسو د نارینه کارکوونکو له خوا وېشل کېږي او په ځینو مواردو کې ښځې که محرم ورسره نه وي، نه شي کولای دغه مرستې ترلاسه کړي.

ورځپاڼې د ماشومانو د ساتنې موسسې یا سېف د چلډرن د عملیاتي مشر ډېوېډ وریت خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي، په افغانستان کې د بشري بحران اندازه او شدت دومره زیات دی چې مخکې یې ساری نه و لیدل شوی.

د ده په وینا په افغانستان کې نږدې ۲۰ میلیونه ماشومان او بالغ کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي او ګڼې کورنۍ اوس یوازې په یوه وچه ډوډۍ او اوبو ګوزاره کوي.

دا بحران په داسې حال کې سخت شوی چې په افغانستان کې سوړ ژمی دی او د وزګارتیا اندازه هم زیاته شوې ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۳م کال کې به بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۸ میلیونو او ۳ لکو ته ورسېږي.

واشنګټن پوسټ:

د امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې باب لیکنه خپره کړې چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته دوی د تصفیې کمپاین پیل کړی چې هدف یې د افغانستان مدني قوانین او لارښوونې پر هغو شرعي اصولو برابرول دي چې د طالبانو تعبیر ورڅخه جلا دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، طالبانو زندانونه له خلکو ډک کړي، نارینه او ښځې یې د دوی له اساسي مدني حقونو بې برخې کړي، ادعا کوي چې د دوی د ټولنیز خوندیتوب جال زیانګالي افغانان خوندي کړي.

د مقالې په دوام راغلي چې طالبانو په افغانستان کې فعالې رسنۍ هم بدلې کړي، یوازې یې د خپل لیدلوري د تبلیغ لپاره کاروي، په رسنیو کې یې پر موسیقي او د ښځو پر حضور محدودیتونه لګولي دي.

په مقاله کې د کندهار د یوه ملا امام مولوي احمدشاه فدايي خبرې رااخیستل شوي چې له طالبانو سره اړیکې لري او ویلي یې دي، د افغانستان تېر اساسي قانون د خلکو په ګټه نه و.

کله چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د طالبانو قاضیانو محاکمو ته له ننوتلو سره سم هغه کتابونه وسوځول چې د تېر حکومت قوانین په کې تشریح شوي وو، یا یې هم په الماریو کې بند کړل.

طالبانو خپل اساسي او نور قوانین نه دي معرفي کړي، د قوانینو دې خلا په افغانستان کې خلکو ته خورا زیاتې ستونزې پیدا کړي، ځکه زیاتې پرېکړې د طالبانو د مشرانو په خوښه کېږي، چې متفاوت نظرونه او لیدلوري لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG