د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

د استاد مشعل د نيول کېدو ۱۴مه ورځ؛ فضلي: د نوموړي په اړه هيڅ مالومات نه‌شته


د پوهنتون استاد اسماعيل مشعل د خپل زرګونه ټوکه کتابونه ډالۍ کولو پر مهال، انځور - ارشيف
د پوهنتون استاد اسماعيل مشعل د خپل زرګونه ټوکه کتابونه ډالۍ کولو پر مهال، انځور - ارشيف

اسماعیل مشعل چې د پوهنتون استاد او په افغانستان کې د ښځو د زده‌کړو فعال غړی و، د روانې فبرورۍ په دویمه د طالبانو د حکومت له‌خوا ونیول شو.

د استاد اسماعیل مشعل د دفتر مدیر او نږدې ملګری فرید احمد فضلي وايي، د څوارلس ورځو په تېرېدو لا هم نه‌دي توانېدلي چې د ښاغلي مشعل ځای پیدا کړي.

"مشعل صیب داسې کار کاوه چې هغه قران، شریعت او پیغمبر هم وایي

استاد اسماعیل مشعل د فبرورۍ په دوهمه نېټه هغه مهال د طالبانو له‌خوا ونیول شو چې د کابل د دهبوري په پارک کې یې لوستو کسانو ته د خپلې شخصي کتابخانې کتابونه ډالۍ کول.

فرید احمد فضلي ازادي راډیو ته وویل، په دې وروستیو کې چې هر چا د حق غږ پورته کړی او د زده‌کړو په لاره کې یې مبارزه کړې، نیول شوي، ورک شوي، وهل شوي او شکنجه شوي دي.

نوموړی وايي: "مشعل صیب داسې کار کاوه چې هغه قرآن، شریعت او پیغمبر هم وایي، چې زده‌کړه په نر او ښځې فرض ده. کله چې تعلیم فرض دی نو بیا څنګه د پوهنتون یو استاد چې د هېواد بچیو ته زده‌کړه کوي څوارلس ورځې نادرکه کېږي."

د پوهنتون استاد اسماعيل مشعل چې خلکو ته يې وړيا کتابونه ويشل.
د پوهنتون استاد اسماعيل مشعل چې خلکو ته يې وړيا کتابونه ويشل.

دی وايي، د استاد مشعل نیول او اوس نادرکه کېدلو له امله د هغه د کورنۍ غړي په ډېر بد رواني حالت کې دي.

د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل هغه وخت د رسنیو پام ځان ته واړاوه چې د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدلو په اعتراض کې یې د یوه خصوصي ټلوېزیون په خپرونه کې خپل تحصلي اسناد څيرې کړل.

"د بشر د حقونو د نړیوالې اعلاميې په اتمه او نهمه ماده کې راغلي چې یو انسان باید له ګناه پرته بندي نه‌شي

هغه په وروستیو ورځو کې د یوه مدني اعتراض په ډول په یوه لاسي ګاډۍ کې د خپل شخصي کتابتون کتابونه اچولي وو او د کابل پر لارو او سړکونو کې یې پر عامو خلکو وېشل، چې طالبانو ونیوه او تر ننه یې درک نه لګي.

په ورته وخت کې په استرالیا کې د بشر د حقونو د څار د نړیوالې ادارې غړي ماهر مومند ازادي راډیو ته وویل، له بشري اړخه هم هيڅوک د دې حق نه‌لري چې د نیول شوي کس له حال څخه د هغه کورنۍ محرومه کړي.

ښاغلی مومند وايي: "د بشر د حقونو د نړیوالې اعلاميې په اتمه او نهمه ماده کې راغلي، چې یو انسان باید له ګناه پرته بندي نه‌شي، که بندي کېږي هم باید د محمکې له‌خوا د هغه جرم ثابت شي او کورنۍ یې هم باید ورنه خبره وي."

بل‌خوا د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د طالبانو له لوري د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل نیول غندلي او د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

هڅه مو وکړه چې د استاد مشعل د سرنوشت په اړه د طالبانو د حکومت د ویاندویانو نظر هم ولرو خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور او د ملي امنیت ویاند خلیل همراز د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلی و، استاد مشعل د نظام پر ضد پاروونکې کړنې ترسره کولې نو ځکه امنیتي ادارو د تحقیقاتو لپاره بیولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې هم د طالبانو له لوري د یو شمېر استادانو، مدني فعالانو، خبریالانو او پخوانیو دولتي چارواکو د نیول کېدلو او شکنجه کېدلو راپورنه خپاره شوي وو، چې په تېرو څو ورځو کې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې مدني فعالان او خبریالان نیول شوي دي.

تازه په ننګرهار ولایت کې د حاجي دیدن په نوم یو کس د فېسبوک پوسټونو له امله طالبانو نیولی او بندي کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG