د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د کابل د عامې روغتيا د پخواني رییس ادعا: طالبانو زما ورور 'ناصر خالد' وژلی


ناصر خالد
ناصر خالد

د کابل د عامې روغتيا د ریاست پخواني رییس خوشحال نبي زاده ادعا کړې چې ورور یې طالبانو وژلی دی.

د تېرجمهوري نظام د کابل د عامې روغتیا پخواني رییس خوشحال نبي زاده ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې ورور یې ناصر خالد د طالبانو لخوا نیول شوی او له بند درې ورځې وروسته یې پلار ته ټلیفون شوی چې د زوی مړی دې یوسي.

نبي زاده په دې اړه نور جزییات ورنه کړل او په ژړغوني غږ یې ازادي راډيو ته وویل: "درې ورځې وړاندې ناصر زنداني شوی و، له درې ورځو وروسته زما پلار ته زنګ راغلی چې ناصر مړ شوی دی راشئ جنازه یې تسلیم کړئ."

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان په وار وار د پخوانیو دولتي کارکوونکو او پوځیانو په نیولو، شکنجه کولو، ورکېدو او وژلو اندېښنه ښودلې ده.

څه موده مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې ویلي و چې یوازې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون ۵۰۰ کارکوونکي او پخواني سرتېري شکنجه، بندي، ورک او یا هم وژل شوي دي.

په همدې حال کې د تېر جمهوري نظام کارکوونکي وایي چې په افغانستان کې چې هر وخت نظام بدلېږي د تېر حکومت کسانو ته عمومي بخښنه اعلانېږي چې طالبانو هم ظاهراً همدا کار وکړ، خو د بخښنې له اعلان سره سره بیا هم د پخواني حکومت د ملکي او پوځي برخې د کارکوونکو، مدني فعالانو، خبریالانو، استادانو او نورو عامو خلکو د نیول کېدلو وهلو ټکولو او شکنجه کولو راپورونه خپرېږي.

د هلمند ولایت د ښځو د چارو پخوانۍ سلاکاره او مدني فعاله قمر نیازۍ ازادي راډیو ته وویل، طالبانو په دې وروستیو کې د پخوانیو چارواکو د کورنۍ د غړو په نیولو هم لاس پورې کړی دی.

نیازۍ وویل: "د پخواني چارواکو کورنۍ چې په افغانستان کې پاتې دي بندي کېږي او بلاخره په مرموز ډول مړه کېږي، مړی یې کورنۍ ته سپارل کېږي، یا هم له کوم ځای څخه پیدا کېږي. دا د انسانیت خلاف عمل دی، د بشري او شریعي قوانینو خلاف کار دی."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په دې هکله د طالبانو د حکومت د ویاندویانو سپیناوی هم ولري، خو د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه کس د ټوټه شوي جسد یوه ویډیو خپره شوې وه چې ادعا کېدله د افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړې قطعې پخوانی سرتېری، ستار سیرت دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو له‌مخې، ستار سیرت د ځانګړو کومانډو ځواکونو یو پخوانی سرتېری و چې د مزارشریف – سرپل له لارې تښتول شوی و او وروسته یې جسد په همدې سیمه کې موندل شوی و.

اوس هم د ټولنیز فعال او د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل د طالبانو په زندان کې دی.

هغه څو ورځې مخکې په کابل کې ښار کې وروسته له هغې ونیول شو چې د خپل شخصي کتابتون کتابونه یې وړیا ویشل.

اسماعیل مشعل څو ورځې مخکې په کابل کې ښار کې وروسته له هغې ونیول شو چې د خپل شخصي کتابتون کتابونه یې وړیا ویشل.
اسماعیل مشعل څو ورځې مخکې په کابل کې ښار کې وروسته له هغې ونیول شو چې د خپل شخصي کتابتون کتابونه یې وړیا ویشل.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي له طالبانو سره باید حساب وشي ځکه د دوی په باور سوله ییز لاریون جرم نه دی.

دغه سازمان غوښتنه کړې چې اسماعیل مشعل باید ژر تر ژره خوشې شي او د هغه په وړاندې هر ډول تورونه لرې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG