د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

ځینو نړیوالو ورځپاڼو د 'مرسل نبي زاده' وژنې په تړاو لیکنې کړي


مرسل نبي زاده روانه اوونۍ د نامعلومو وسله والو له لوري د کابل ښار د دوولسمې حوزې په احمدشاه بابا مېنه کې په خپل کور کې له خپل یوه ساتونکې سره ووژل شوه.
مرسل نبي زاده روانه اوونۍ د نامعلومو وسله والو له لوري د کابل ښار د دوولسمې حوزې په احمدشاه بابا مېنه کې په خپل کور کې له خپل یوه ساتونکې سره ووژل شوه.

ګلوبل نیوز:

د بریتانیا ګلوبل نیوز خپرونې د افغانستان د جمهوري نظام د ولسي جرګې د یوې پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده د وژل کېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

مرسل نبي زاده روانه اوونۍ د نامعلومو وسله والو له لوري د کابل ښار د دوولسمې حوزې په احمدشاه بابا مېنه کې په خپل کور کې له خپل یوه ساتونکې سره ووژل شوه.

هغه د افغانستان په تېر نظام کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړې وه او د بشري سرچینو د څېړنو او پراختیا له نادولتي موسسې سره یې همکاري درلوده.

نبي زاده په ۲۰۱۹ کال له کابل څخه ولسي جرګې ته غوره شوه او د طالبانو تر بیا راتګه پورې یې د کابل د خلکو استازیتوب کاوه.

د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړی نعمت الله کریاب وايي، په کابل کې د پخوانۍ وکیلې مرسل نبي زاده وژنې پخوانیو چارواکو او وکیلانو ته، چې په افغانستان کې دي، د ډېرې اندېښنې وړ خبره ده.

کریاب ازادي راډیو ته وویل چې اغلې مرسل نبي زاده په خپلو خلکو ځورېدله او د بېوسو خلکو خدمت یې کاوه.

د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو هم د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې د غړې مرسل نبي‌زاده پر وژلو اندېښنه څرګنده کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې یوه غړې وژل کېږي.

د بخښنې د نړیوال سازمان د افغانستان د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي ویلي چې په افغانستان کې هدفي وژنې روانې دي او له عاملانو سره یې هم حساب کتاب نه کېږي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نه ‌دی اخیستی او دا چې تر شا یې څه انګېزې پرتې دي هم په دې اړه نور جزییات نه ‌دي څرګند شوي، خو د طالبانو مسوولو چارواکو ویلي چې په دې اړه پلټنې کوي.

مېل:

مېل ورځپاڼې هم د همدې موضوع په اړه لیکنه خپره کړې ده.

مېل ورځپاڼې لیکلي چې اغلې نبي زاده د افغانستان د ولسي جرګې له هغو غړیو څخه وه چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په کابل کې پاتې شوې وه.

ورځپاڼې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت د شارژدافېرې کرن ډیکر څرګندونې رااخیستي چې ویلي یې دي د مرسل نبي زاده وژل کېدا یو جنایت دی او په دې برخه کې د عدالت غوښتونکې ده.

کرن دیکر د مرسل نبي‌زاده پر مړینه خپګان ښوولی او د هغې له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافېرې زیاته کړې هیله لري چې تر دې جنایت وروسته د عدالت تطبیق ولیدل شی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG