د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د پخواني پوځيانو د وژنې دوام؛ د تېر نظام د ځانګړې قطعې د سرتېري 'ستار سيرت' د وژنې ادعا شوې


ارشيف
ارشيف

په ټولنیزو رسنیو کې د یوه کس د ټوټه شوي جسد یوه ویډیو خپره شوې، چې ادعا کېږي د افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړې قطعې پخوانی سرتېری، ستار سیرت دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو له‌مخې، ستار سیرت د ځانګړو کومانډو ځواکونو یو پخوانی سرتېری و، چې دوه اوونۍ وړاندې د مزارشریف – سرپل له لارې تښتول شوی و او وروسته یې جسد په همدې سیمه کې وموندل شو.

ویل کېږي چې نوموړي د کابل ښار په یوه رستورانت کې کار کاوه.

هڅه مو وکړه چې د ستار سیرت له کورنۍ سره خبرې وکړو، خو بریالي نه‌شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پيله تر اوسه يو شمېر پخواني سرتېري په مرموز ډول شکنجه شوي او وژل شوي دي.

پخواني نظامیان خبر نه‌دي نو په یو ډول بل ډول وژل کېږي.

د روان کال د مرغومۍ میاشت په وروستیو کې د وژل شوي پخواني سرتېري سید فاروق پاچا کورنۍ ازادي راډيو ته وویل چې، هغه په تېر حکومت کې د ننګرهار د خوګیاڼي ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ کې د بشري حقونو د څانګې د مدیر په توګه دنده ترسره کوله. چې د جلال اباد – خوګياڼي ولسوالۍ په لاره کې د نامعلومو کسانو له‌خوا وتښتول شو او بيا ووژل شو.

د سید فاروق وراره، سید قدوس ازادي راډيو ته وویل: "دوی د عفوې اعلان وکړ ځکه کاکا مې جلال اباد ته ولاړو. پخواني نظامیان خبر نه‌دي نو په یو ډول بل ډول وژل کېږي. زیاتره داسې کېږي چې خپل د کورنۍ غړي نه خبر نه وي او یو ځای کې یې تنه پیدا کوي، بل ځای کې یې سر. عفوه هیڅ نه‌شته."

په ورته وخت کې يو شمېر پخواني پوځيان د پخوانيو امنيتي ځواکونو د مرموزو وژنو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې، طالبان دغه سرتېري له بېلابېلو لارو پیدا کوي او بيا يې وژني.

پخوانيو پوځي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو چلند خورا ظالمانه دی

یوه پخواني سرتېري چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې وویل: "وضعیت مخ په خرابېدو دی، پخوانيو پوځي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو چلند خورا ظالمانه دی او د بښنې حکم یې هم ظاهري دی."

دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل د پخوانيو سرتېرو نيول، شکنجه کول او وژل ردوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ستار سیرت وژل کېدل رد کړل او زیاته یې کړه چې، دا شان کوم کس د طالبانو حکومت د ځواکونو له‌خوا نه‌دی وژل شوی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه: "ما د سرپل ولایت له چارواکو سره خبرې وکړې، له پلټنو وروسته یې وویل، چې دا قضیه په یادو سیمو کې نه‌ده رامنځته شوې او دا تصویرونه حقیقت نه‌لري."

ذبیح‌الله مجاهد
ذبیح‌الله مجاهد

ښاغلي مجاهد د طالبانو حکومت د بښنې فرمان په اړه وايي، چې ټول پخواني کارکوونکي او پوځیان خوندي دي او دوی باید په دې ډاډه شي چې هغوی په بلواو او د نظام خلاف مواردو کې لاس نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار سازمان او د بښنې نړیوال سازمان په وار وار د پخوانیو دولتي کارکوونکو او پوځیانو په نیولو، شکنجه کولو، ورکېدو او وژلو اندېښنه ښودلې ده.

تر دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې ویلي و، چې یوازې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون ۵۰۰ کارکوونکي او پخواني سرتېري شکنجه، بندي، ورک او یا هم وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG